د مالیې وزیر په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رئیس سره وکتل!

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۴:۲۹
.............

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس سټیفن روډریګېس سره وکتل
په پیل کي د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام  مسؤل، په افغانستان کي د رامنځته سوو اقتصادي پرمختکونو ستاینه وکړه او زیاته ئې کړه، چي اوسمهال په افغانستان کي مالي او بانکي سکټور با ثباته دئ، سوداګرو او پانګوالو ته اړین فرصتونه برابر سوي، د اصنافو لپاره ورکړل سويو مالیاتي معافیتونو او تخفیفونو سره کوچني کاروبارونه غوړېدلي دي او په ملي کچه مهمي پراختیایي پروژې د پلي کېدو په حال کي دي، چي دا چاري پر دې څرګند دلالت کوي، چي ملي عواید پر ځای مصرفېږي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر ژمنه وکړه، چي له مالیې وزارت سره به د خپلو فعالیتونو د لا ودي په موخه، همغږۍ لا زیاته کړي؛ تر څو په ګډه سره په افغانستان کي ګټوري اقتصادي پروژې برابري او پلي کړي.
د مالیې وزیر په افغانستان کي د (UNDP) د فعالیتونو له امله د منني ترڅنګ، غوښتنه وکړه، چي یاده اداره دي په افغانستان له رامنځته سوو فرصتونو څخه په ګټي اخیستني سره ستري پراختیایي پروژې پيل کړي.
د مالیې وزیر همدا راز د ملګرو ملتونو له پراختیایي پروګرام سره په افغانستان کي د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کي د هر ډول اصولي همکاریو بشپړ ډاډ ورکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS