د ولایتي بوديجې جوړونه

 

ترتیب کونکی: حبیب الله رحیمی د ولایتی بودجی آمر

د ملي او محلي لومړیتوبونو په اغیزمنه توګه د لاسته راوړلو لپاره، د حکومت پالیسي دا ده چې د بودیجې جوړول شفاف، د اټکل وړ او متوازنې پروسې ولري چې د اساسي قانون او د حکومت د لومړیتوبونو او نورو اړوندو قوانینو سره سم وي. د ولایتي بودیجې جوړونې تمرکز د محلي حکومتدارۍ د پیاوړتیا لپاره د ملي بودیجې کارول دي ترڅو د ولایت په کچه خلک ځواکمن کړي او ترڅو د اړونده ولایت په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

ولایتي بودیجه جوړونه هغه پروسه ده چې له مخې یې د خدماتو وړاندی کول او د محلي پراختیا لومړیتوبونه د ملي پلان جوړونې او بودیجې په پروسه کې رانغاړل کیږي. ولایتي بودیجه جوړونه د مرکزي بودیجې واحدونو د بودیجې وړاندیزونو سربیره د سیمه ایزو څانګو وړاندیزونه، د بودیجې د وړاندیزونو د پلان او ترتیب په پړاوونو کې د خلکو وړاندیزونه او د اړوندو څانګو سره په همغږۍ کې د خلکو وړاندیزونه شامل دي. په ملي بودجه کې. د دولت پالیسي دا ده چې بودجه د مالي سرچینو په حدودو کې د مالی پالیسیو  او لومړیتوبونو د تطبیق په موخه وکاروي. له همدې امله، ولایتي بودیجې جوړونه ولایتي ادارې ته لارښوونه کوي چې خپلې بودیجې د عامه مالي مدیریت د منل شویو اصولو لکه مالي توازن، مالي انضباط، اقتصاد، موثریت او مثمریت او له اداري فساد سره د مبارزې او د بې وزلۍ د له منځه وړلو د موضوعاتو په نظر کې نیولو سره د پراختیایي موخو د لاسته راوړلو لپاره د یوې وسیلې په توګه وکاروي،او د یادو شویو موخو د لاسته راوړلو لپاره د دوی وړاندیز شوي بودیجه مطابقت ولري

د ولایتي بودجې جوړونې مهم فعالیتونه:

•   د ولایتي بودیجې پالیسي پلي کول

•   د ( حفظ او مراقبت ) ساتنې او څارنې اوعملیاتي چارو پلي کولو ریفورم

•   د ولایتونو اوولسوالیو د ښاروالیو د بودیجې د مسودې ترتیبول

د ولایتونو د اقتصادي پروفایلونو ترتیب او نهايي کول

مشارکتی بودیجه (د ملي بودیجې په جوړولو کې د خلکو سره د حکومت مشورتي غونډی)

•  په ولایتي اومرکزي کچه د ظرفیت د لوړولو پروګرامونه

د ولایتي بودیجې جوړونې مهمې لاسته راوړنې:

1.  د ولایتي خدماتو وړاندې کولو لومړیتوبونو پورې اړوند، د ولایتي پلان جوړونې او بودیجې جوړولو ګډې پروسې رامینځته کول او ښه کول  د دې لاسته راوړنې، اصلي پایله دا ده:

د ولایتي لومړیتوبونو د پیژندلو په بهیر کې د ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو د همغږۍ شوراګانو سره مشوره.

 2.د بودیجې د تطبیق او د ولایت په کچه د شفاف، متوازن، او اغیزمنو خدمتونو وړاندې کول. د دې لاسته راوړنې بنسټیزه پایله دا ده: د تقویم ساده کول او د اړوندو څانګو د روښانه رول او مسؤلیتونو سره د ولایتي بودیجې او پلان کولو مؤثره پروسه.

 3. د لومړي ځل لپاره د ښاروالۍ د بودیجې قانون پر بنسټ، ولسوالیو او ولایتونو د ۱۳۹۹ کال ملي بودیجه په سند کې شامله شوه، چې د شفافیت، همغږئ، د لګښتونو او عوایدو راپور ورکولو په څېر مثبتې پایلې یې لرلې.

4.  په ۱۳۹۹ کال کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د خلکو د غوښتنې پر اساس ، د بودیجې سند چمتو شو، چې د ملي بودیجې په سند کې د خلکو غوښتنې شاملې شوې، او ۴۵۷ کوچنۍ او لویې پروژې هم شاملې وې ، په دې سند کې  دا ټول (له خلکو سره د دولت مشورتي غونډی) له لارې شامل شوي،

 5.  د نړیوال بانک په همکارۍ د لومړي ځل لپاره د ( حفظ او مراقبت )  ریفورم په چوکاټ کې د موټرو او تعمیراتو د ساتنې او څارنې  نورمونه جوړ شول. په لومړي قدم کي په امتحاني ډول په پنځه مهمو وزارتونه لکه د مالیې وزارت، د ټولګټو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت کي تطبیق یی شروع شو.

 6. له ۱۳۹۶ څخه تر ۱۳۹۸ کال پورې په ولایتونو کې د متوازن انکشاف او د خلکو د هوساینې د کچې د لوړولو او د مالي سیستم غیر متمرکز کولو په موخه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د غیر مشروطه بودیجې د ریفورم تر نامه لاندې ۶۵۳ پروژې د ۱۵ څخه زیاتو ولایتي ریاستونو کې پلي شوي، د ولایاتو په کچه دا تطبیق شوې.

 7. د ۱۳۹۶  څخه تر ۱۴۰۱ مالي کال پورې د ۳۴ ولایتونو مالي او اقتصادي پروفایلونه ترتیب شوي دي (په دې پروفایلونو کې عادي بودیجه، پراختیایي بودیجه او د ولایتونو په کچه د ټولو څانګو لګښتونه شامل دي.

8. د مالي چارو او عامه لګښتونو په مدیریت کې د ولایتونو او مرکز په کچه  د ظرفیت لوړول.

د ولایتي بودیجې د کړنو څخه شمیرل کیږی چی د ملی بودیجې په تطبیق کي خورا اغیزمن ثابتیږی.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .