په یوه اداره کې د مسلکي شخص ګمارنه
احمد ضیاء « نیازی»د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د روزنې او وړتیا لوړنې
د یوه مسلکي شخص د ګمارلو لپاره ځیني ځانګړني وجود لري، چي د هغوی درک او فهم د ګمارني په روند کي اړین او د ادارې په بریا کي مرسته کوي د منظموالي سره - سره د وخت پیژندنه، ټیمي کارکولو وړتیا، مثبت لید او داسي نورې ځانګړني هم شته چي دې لیکنه کي پرې رڼا اچول شوې ده او دا ځانګړني د یوي اداري مشرتابه سره د مسلکي اشخاصو په ګمارنه او روزنه کي مرسته کولی شي یو بریالی مدیر یواځي د کارمند په کاري وړتیاوو باندې بسنه نه کوي بلکه د هغه رفتاري او شخصیتي ځانګړني هم پام کي نیسي ځکه چي د یوې ادارې په مؤثریت کي مهم رول لري.
د یو ښه کارمند ۲۵ ځانګړني:
1 – د ټیم سره د کارکولو وړتیا درلودل
کیدای شي ځینو ته دا یوه معمولي ځانګړنه وي خو د مدیریت او ادارې اصولو په اساس یو بریالی کارمند باید د دې وړتیا ولري چي په ټیمي بڼه کار وکړي تر څو په اداره کي ارتباط نیونه، همغږي او خپل منځي مرسته عامه شي تر څو اداره لا پیاوړې او موثره شي.
2 – ښې اړیکی برقرارول
ښې اړیکې درلودل یا برقرارول د یوه ټیمي کار مهمه او اساسي بڼه ده خو دا یوازي د نورو سره د ښو اړیکو درلودلو پوري محدوده نده، بلکه دې کي د خبرو کولو طرز او اصول له خپل ځان نه لوړ او ټیټ مقاماتو سره هم شاملیږي.
3 – په ناستو او غونډو کي د خبري کولو وړتیا
دا څرګنده ده چي یوه اداره یوازي داسي کارمند نه غواړي چي اړیکې و ساتي بلکه هغه باید دا توانایي ولري، چي جلساتو او غونډو کي بې له کوم ډار او ترس څخه خپلې او اداري موخي وړاندي کړی او د دې وړتیا هم ولري چي د یوې پوښتنې په پوښتلو سره یا هم د خپل همکار له نظره سره پر موافقت او حمایت خپل فعالیت څرګند کړي.
4 – د یو او بل سره همکاري
تحقیقاتو څرګنده کړي چي 60٪ مدیران دا ډول کارمندانو په لټه کي دي چي ټیمي بڼه د کار کولو وړتیا ولري دا ځکه چي هیڅ یوه اداره په انفرادي ډول اهداف نشي ترلاسه کولی
ترڅو د خپل ټیم حمایت او هماهنګي ورسره نه وي نو لهذا هره اداره د یو داسي کارمند په لټه کي وي چي د همکاري سابقه، ظرفیت لوړوني او انتقاد پذیرۍ ځانګړني ولري.
5 – د بریالیتوب لپاره سمبالېدل
دا اړینه نه ده چي رسمي او یا هم غیر رسمي لباس ولرې ولي که چیري کارمند صورت او سیرت د شرعي اصولو سره برابر وي دا په حقیقت کي د دې ښکارندوی دی چي هغه خپل کار او اداري سره څومره مینه او لیوالتیا لري او خپل کاري محیط او همکارانو ته په پوره معنی درناوی لري چي دا د یو ذکي او با مسولیته کارمند ځانګړنه ده.
6 – مسئولیت پذیري
ولي باید یو کارمند دا ځانګړنه ولري؟ کله چي یوه اداره خپلو اهدافو ته د رسیدو په موخه د ستونزو او موانعو سره مخ کیږي نو یو با مسولیته کارمند د ټیم د روحیې د لوړولو لپاره خپلې اوږې نه سپکوي بلکه د مشکل د حل لپاره په تمامه معنی هڅه او کوشش کوي.
7 – د رهبرۍ د فرصت غوښتونکی
انساني فطرت د دې تقاضا کوي چي ژوند له پرمتګونو څخه خالی نه دی او نه هم څوک د تل لپاره پرځای کښیناستل او منتظر پاتي کیږي نو هره اداره داسي یو کارمند غواړي چي د کاري مشاورت تر څنګ راتلونکي کې د یو ښه مدیر او رهبرۍ وړتیا ولري.
8 – وخت شناس
وخت پیژنه یواځي دا معنی نه ورکوي چي کارمند دي کاري ساعت مراعت کړي بلکه یو موفق کارمند د خپل کار په وړاندي جدیت او اهمیت وښایي یعني یو ښه کارمند هغه څوک دی، چي علاوه پردې چي خپل کار ته په خپل وخت حاضریږي او همدارنګه د ادارې اړوند نورو غونډو او جلساتو کي هم ګډون ولري.
9 – مدیرانه فکر درلودل
د یو بریالي کارمند له ځانګړنو څخه یوه دا هم ده چي همیشه بل کارمند ته منتظر نه وي چي تر څو ورته لارښوونه او یا هم کار په ګوته شي بلکه د دې توانایي ولري چي خپل ټیم رهنمایي او په اکثره مواردو کي مستقیمآ دخالت ولري یعني یو موفقه کارمند باید د یو مدیر په څیر فکر ولري او همیشه د ادارې او ټولو اعضاوو د پرمختګ هیله او کوشش وکړي.
10 – د پایلی په اړه فکر کول
دا ځانګړنه د هغوفعالیتونو په اړه نده چي سرته رسیدلي بلکه دا هغه پایلې دي چي په آخرکي مو لاس ته راوړي. مثلا: د دې پرځای چی ووایي غونډه ښه مخ ته ولاړه باید وویل شي چي د غونډې پایله څه وه او څه مو ترې ترلاسه کړل
۱۱ - ځان نه پرتله کول
لکه څرنګه چي شخصي ژوند کي نباید خپل ځان له بل چا سره پرتله کړو نو همدارنګه کاري ساحه کي هم باید داسی وشي. د بېلګې په توګه ستاسو یو همکار پس له یو کال زحمت او تلاش څخه ترفیع کوي نو ضرورنده چې ته هم دقیقا داسي وکړې بلکه تا سو باید د خپل موفقیت لپاره هڅه او کوشش وکړئ.
۱۲ – جزء ګرا
یو بریالی کارمند همېشه کوچنۍ غلطیانې نادیده نه نیسي بلکه ستره خطا یې بولې لکه په اسنادو او همدارنګه بریښنایي لیکونو املایي او تاریخي اشتباه د ادارې لپاره ناوړه پایلې درلودلی شي نو همیشه کوشش کوئ چې کوچنۍ او جزئي اشتباهاتو څخه ځان وساتئ.
۱۳ – د روندونو تعقیبول
آګاهي ( خبرتیا ) د ورځینو چارو په اړه یوه ډېره مهمه او اړینه مسلئه ده د روندونو تعقیبول او ورځینو چارو څخه خبرتیا پر نویو ستراتیژیکو برنامو جوړولو کې مرسته کوي. دارنګه کولی شي چې خپل پخواني ( مشتریان ) وساتي او نوي مشتریان جذب کړي. تا سو بیا د ډاډ حاصل کړئ چې پر مختلف سن و سال کارمندان لرئ او ټول باید یوشان مؤثر مدیریت شي.
- ۱۴ انتقاداتواو پیشنهاداتوته غوږ نیول
دا یوه ډ ېره اړینه موضوع ده چې کارمند با ید انتقادونه اونیوکې شخصي ونه ګڼې بلکه د کار او فعالیت پربهبود کې له هغه څخه کار واخلي ترڅو موثره نتیجه ترې لاس ته راوړي.
۱۵- له شایعا توڅخه ډډه
د ستونزو پېژندل یوه اداره کې اړینه ده، نو کله چې کارمند اداره کې ستونزې ته متوجې کېږي نو باید د هغې د حل په اړه نورو کارمندانو سره خبرې ونشي او شایع یې نکړي تر څو اداراه کی منفی فضا رامنځته ته شي. نو یوازی پردی دلیل چې له شایعاتو څخه ډډه وشي نباید ستونزې او جریانات نالیدلي وګڼل شي بلکه له هغه چاسره چی مثبت تغییر او د ستونزو په حل کې مرسته کولی شي شریکې کړل شي.
۱۶- د کار د سرته رسولومهارت
یو بریالی کارمند هغه دی چې د ادارې له خوا ورسپارل شوی کار په ښه شکل سرته ورسوي او د اداري اهدافو لاسته راوړلو لپاره هلې ځلې وکړي.
۱۷- د زده کړې علاقه
یوه اداره داسي کارمند غواړي چې هڅاند او د اطلاعاتو په تلاش کې وي اود دې کار لپاره په مختلفو کنفرانسوکې ونډه واخلي. دا هغه کارمندان دی چې د یوې ادارې پرتقویت کې عمده اوحیاتي رول لوبوي.
۱۸- د ادارې په رویدادونو کې ونډه اخیستل
کله چې یوه اداره کومه برنامه جوړوي له عمده تنظیماتو څخه ترساده تنظیماتو پوري لکه د وخت تقسیمول او نورټول اړوند ترتیبات چې لازم وي ترتیب او د ضرورت په وخت کې ګډون کول دي او لازمي یاد داشتونو مشخصول دي چې د ادارې په اړه وي .
۱۹- د کار زیاتوالي په صورت کې نه تسلیمېدل
اداره داسي کارمند ته اړتیا لري چې د فشار او نا راحتي په وخت کې تسلیم نشي بلکه برعکس د فشارسره مقاومت وکړي او ډېر راحتي سره ستوتزه حل کړي. د یادونې وړده چې یو مدیرباید اطمینان حاصل کړي چی خپلوکارمندانو ته فشار او استرس وارد نه کړي تر څو یې کارمندان فشار احساس نکړی بلکه د خوشحالۍ احساس وکړي.
۲۰- د مرستې غوښتنه
مرسته غوښتل د ضعف نه بلکه د قوت نښه ده بلکه د مرستې او همانګي پرته هیڅوک نشي کولای چې ټولې اداري موخې لاس ته راوړي او دا د اشتباهاتو څخه مخنیوی کې مرسته کوي.
۲۱- د ساز گارۍ د روحیې درلودل
یوه اداره داسي کارمند ته اړتیا لري چې له تغییراتو سره سازگاري ولري حتا پرغیرمنتظره حالاتو کې یعني داسي وسي چې د ستونزو د حل وړتیا ولري کامیابه کارمندان له تغییراتو څخه استقبال کوي او علاقمند وي چې تغییرات رامنځته شي.
۲۲- صداقت
کله چې یو کارمند صادق او شفاف وي دا د ادارې پرسترې دارایي کې حسابېږي ځکه چې نور همکاران یې له هغه څخه زده کوي او د هغه صداقت تحسینوي.
۲۳- خوشبین (مثبت گرا)
یو خوشبین کارمند کولی شي چې نوې نظریات وړاندي کړي او هغه کسان چې د یو واحد هدف لپاره مختلفې لارې چارې د حل لپاره وړاندي کوي. یو خوشبین کارمند کولی شي چې ټیم متمرکز وساتي حتی هغه وخت چې له ستونزوسره مخ وي، یعني یوه اداره داسی کارمند غواړي چې مثبت ذهن ولري او مشکلاتو سره مقابله وکړي ځکه چې داسې کولی شي خپلو اطرافیانو ته مثبته انرژي ورکړي.
۲۴- خاکساری او متواضع
خبرې اترې د موفقیت په اړه کولی شي ستاسو کاري ټیم ته انګېزه ورکړي کله چې یو کارمند خپل عزت او شکوه اشتراک ته وړاندي کوي او انتقاد هم قبلوي د یوې ادارې فرهنگ ته په حقیقت کې ارتقا ورکوي چې د ملګرتیا او ټیمي کارترویج سبب کېږي.
۲۵- د فن خاوند
کله چې یو کارمند د خپلې کاري حوزې فناوري څخه آګاه اوسي نو دا یو ستر امتیاز ګنل کېږي. هغوی نه دا چې یوازي کولی شي تازه نظریات وړاندي کړي بلکه کولی شي خپلو همکارانو ته دغه اطلاعات ور زده کړي ترڅو د نوموړې ادارې وخت او منابع له ضایع څخه ډډه وشي.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .