افغان صنعت کارانو او تاجرانو ته د ماليې وزارت بې ساری امتیاز
دا روښانه خبره ده چي د هیواد اساس او د ملاتیر د هیواد صنعت او تجارت دئ، په کمه اندازه چي صنعت او تجارت په یوه هیواد کي وده وکړي په هغه اندازه نوموړی هیواد اوسا او آرام وي، ملت سوکاله وي او د ژوند کولو ټول سهولتونه ورته اماده وي، دې ستر هدف ته د رسېدو له پاره اړینه ده چي د هیواد دولت او مشران شپه او ورځ کار وکړي، صنعت او تجارت ته وده ورکړي، پر وړاندي ئې پراته خنډونه لېري کړي او د ممکنه سهولتونو زمینه ورته برابره کړي.
د اسلامي امارت تر سپېڅلي فتحي وروسته دا ستر هدف لاسته راوړل یوازي دا نه چي ممکن سوی دئ، بلکي د ماليې محترم وزارت په عملي توګه پلانونه جوړ کړي او عملي چاري ئې پيل کړي دي، ترڅو د هیواد ټولو صنعت کارانو او تاجرانو ته په کاري ساحو کي ممکنه سهولتونه ایجاد کړي، مالیاتي قوانین او طرزالعملونه له سره و ګوري او هغه برخي، چي د هیواد د صنعت او تجارت پر وړاندي ئې خنډونه او ستونزي رامنځته کړي دي، د امکان ترحده اصلاح کړي او همدارنګه په اداري پروسجر کي هم کوښښ کېږي، چي داسي ساده او آسانه اداري تګلاره عامه کړي، چي په وسیله ئې د هیواد ټول صنعت کاران او تاجران و کولای سي، خپلي ورځنۍچاري په اسانۍ او لږ وخت کي په عادي توګه ترسره کړي، چي دا ستر امتیاز د ماليې محترم وزارت له لوري د هیواد ټولو صنعت کارانو او تاجرانو ته د دې له پاره ورکول کېږي، چي نوموړي صنعت کاران او تاجران په ټولنه کي د ملت د هوسايني او ښېرازۍ له پاره د صنعت او تجارت په برخه کي شپه او ورځ کار وکړي، دا کړېدلی او زورېدلی ملت آرام کړي، د ژوند تېرولو توکي په وړ بیه او ښه کیفیت ورته محیا کړی، د سهولتونو او هوسایني په موخه په ټولنه کي معتدل سالم تجارتي رقابت پیل کړي، ترڅو له ګټو څخه ئې ملت او دولت دواړه برخمن سي.
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .