د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د سلواغې ۲۷مه ۱۴۰۳هـ.ل
د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چارو د لا ښه والي، د ادارو ترمنځ د پراخي همغږۍ رامنځته کېدو او نورو اړینو مسایلو په تړاو خبري او سپارښتني وکړې.
په دې ناسته کي د تېري ناستي پرېکړي و ارزول سوې، تعین سویو کمېټو خپل راپورونه وړاندي او له هر اړخیز بحث وروسته لازمي هدایات وړاندي سول.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ناستي جوړېږي او راتلونکو ناستو ته ئې پایلي وړاندي کېږي.