د خوست، فراه او اقینې په ګمرکونو کي د اوبو د تصفیې سیسټمونه فعاله سول!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۰
......


د کب ۱۹مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۳.۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست، فراه او اقینې ګمرګونو د کارکوونکو او مراجعینو له پاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه د اوبو د تصفیې سیسټمونه فعاله کړل.
د اوبو د تصفیې یاد سیسټمونه په پوره معیاري ډول جوړ سوي دي، چي په یوه ساعت کي (۱۰۰۰) لیټره اوبه تصفیه کوي.
همدا شان د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کي هم د (۱.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې حلقې برمه یې څاه د کیندلو چاري پیل کړي دي، چي په دې پروژه کي د څاه د کیندلو تر څنګ له څاه څخه د اوبو  ایستلو، ذخیره کولو او نور اړین تجهیزات هم شامل دي، چي چاري به ئې تر یوې میاشتې پوري بشپړي سي.
د یادولو ده، چي له دې وړاندي په یادو ګمرکونو کي د کارکوونکو او مراجعینو له پاره د څښاک پاکو اوبو زمینه نه وه برابره، چي کارکوونکي او مراجعین ئې له ستونزو سره مخ کړي وو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه

د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

BACK TO NEWS