د مالي او پولي سیاستونو تر منځ اړیکه

لیکوال: استاد عبدالجبار وحدت
د ملي بودیجې لوی رئیس

مالي او پولي پالیسي هغه دوې مهمي او اساسي تګلاري دي، چي حکومتونه ئې د ملي اقتصاد د مدیریت او اغېزمنولو له پاره کاروي په دې اړه متفاوت نظریات شتون لري؛ د بېلګي په ډول د کینز مکتب وایي، چي مالي سیاست د اقتصادي ودي له پاره نسبتاً پولي سیاست ته ډېر مؤثر دئ، په ځانګړي ډول د اقتصادي رکود په حالت کي او پولي سیاست  ته د دوهمي ارزښت په توګه قایل دئ.
مګر د مونیټریسټ مکتب  بیا د پولي سیاست ارزښت مهم او لوړ بولي او د پیسو عرضه د اقتصادي ثبات له پاره مهمه بولي او د مالي سیاست مؤثریت ته ډېر قایل نه دئ .
 او نیوکلاسیک مکتب بیا ډېر ښه عقلاني او معتدل نظر لري وایي، چي دواړه سیاستونه باید  محتاطانه  او له مخکي پېشبیني سوي وي او که په معقول ډول و نه کارول سي هیڅ مثبت اغېز به ونه لري او په (Rational expectation) معتقد دي. 
مالي او پولي سیاستونه په خپلو کي ډېري نږدې اړیکي لري، چي معقول او همغږی تطبیق ئې د اقتصادي ثبات له پاره ډېر مهم دئ، هو ځیني وخت دا سیاستونه یو د بل متضاد هم واقع کيدلای سي؛ لکه: د انقباضي مالي سیاست پر مهال د انبساطي پولي سیاست تطبیقول، په  مالي سیاست کي هڅه کېږي، چي مالي ثبات وساتل سي، مالي ثبات داسي حالت ته ویل کېږي، چي  هلته مالي سیستم دا توان لري، چي خپلي دندي په اساسي شکل سرته ورسوي، په  پولي سیاست کي هڅه کېږي، چي پولي ثبات وساتل سي.
 دلته  پولي او مالي سیاستونه  په لنډه توګه پېژنو:
 پولي سیاست: عبارت له هغه سیاست څخه دئ، چي د مرکزي بانک له خوا د پیسو د عرضې او پیسو د ثبات ساتلو په موخه پلی کېږي، چي د پولي سیاست هدف  تر ډېره حده د پیسو د یوې ټاکلي اندازې او د ملي اقتصاد د ټولو برخو مجموعي تعادل  تأمینوي. 
یا پولي سیاست د یوه دولت او یا د هغه اړوند دولت مرکزي بانک یوه سلسله اداري فعالیتونه دي،چي د هغې په نتېجه کي د پیسو د ارزښت ساتلو او برقرارولو دنده په غاړه لري؛ ترڅو د دې پالیسۍ په مټ خپل مشخص اهداف لاس ته راوړي او هغوی ته خپل ځان ورسوي؛
لکه؛ انفلاسیون، د تبادلې نرخ ساتل، بشپړ استخدام تر لاسه کول او بالاخره اقتصادي وده او پرمختیا رامنځه ته کول.
په پولي سیاست کي تر ډېره د بحث محوري موضوع د پیسو عرضه، تقاضا  او د همدې پیسو ټېکاو ساتل دي، چي انبساطي او انقباضي سیاست ئې مهم او مشهور ډولونه دي. 
مګر دواړه سیاستونه یوه سلسله مشترکات لري، چي باید په همغږۍ تطبیق سي.
مالي سیاست: د حکومتي لګښتونو او مالیاتو له لاري  د مجموعي عرضې او تقاضا له کنټرولولو څخه عبارت دئ، یا د دولت له خوا د مالیاتو او دولتي لګښتونو ترسره کول دي؛ تر څو مشخص اقتصادي اهداف؛ لکه: د بیو ثبات، بې کاري کمول او اقتصادي وده رامنځته کړي او له همدې طریقه د هیواد ملي اقتصاد مدیریت کړي، چي یاد سیاست  هم دوه مشهور ډولونه (انقباضي او انبساطي مالي سیاست) لري.
دا هغه لومړنۍ او عامي خبري وې. مهمه دا ده، چي د دواړو سیاستونو په تړاو پوه سو او و ګورو، چي ایا یاد سیاستونه  یو د بل بشپړوونکي دي او که یو د بل پر وړاندي تقابلي سیاستونه دي، بله مهمه خبره دا ده، چي په دې پوه سو، چي د هیواد د اقتصادي ودي له پاره باید هممهاله له کوم ډول مالي او پولي سیاستونو څخه کار واخیستل سي، بله مهمه موضوع دا ده، چي په ورته وخت کي باید کوم ډول مالي او پولي سیاستونه ونه کارول سي؟ 
 معمولاً پولي او مالي سیاستونه د یو بل مرستندوی سیاستونه دي، دولت یوه سلسله مشخص اهداف د مالیاتي ستراتېژیو او پولي ستراتېژیو په مټ تر لاسه کوي.
 راځم عملي بېلګو ته؛ مثلا: دولت غواړي، چي په هیواد کي بشپړ استخدام رامنځته کړي، هممهاله دولت خپل لګښتونه زیاتوي، مالیات کموي؛ تر څو تصدۍ وتوانېږي زیات تولید وکړي او زیات تولید د زیاتو کارګرو ایجاب کوي، یا په خپله د معاشاتو ورکړه د دولت له پاره لګښتونه دي، مانا په دې حالت کي دولت له انبساطي مالي سیاست څخه کار اخلي او په ورته وضعیت کي باید دولت د انبساطي پولي سیاست څخه کار واخلي، مرکزي بانک باید د پیسو عرضه زیاته کړي او د قرض ورکړي نرخونه باید ټیټ کړي؛ ترڅو پانګوني ته په پراخه کچه زمینه برابره سي. 
او که مثلاً: دولت وغواړي انفلاسیون، چي یوه اقتصادي ستونزه او اقتصادي ناروغي ده مخه ئې ونیسي؛ نو په دې حالت کي له انقباضي پولي سیاستContractionary Monetary Policy)) څخه کار اخلي، مانا د پیسو عرضه کموي د پور اسانتیاوي کموي، د پور اخیستلو شرایط او نرخونه لوړوي، چي په پایله کي پولي ثبات رامنځته کېږي، د خلکو د خرید توان ورسره ښه کېږي او د اجناسو نرخونه ټیټېري؛ نو په دې حالت کي باید له انقباضي مالي سیاست څخه کار واخیستل سي هغه په دې مانا، چي د حکومتي لګښتونو د کمولو  او مالیاتو  د لوړولو له لاري  باید د مجموعي تقاضا کچه راټیټه سي؛ څو وکولای سي د قیمتونو د چټک زیاتوالي مخنیوی وکړي.
 همدارنګه، که اقتصاد د رکود په حالت کي وي او دولت وغواړي، چي دا وضعیت بدل کړي؛ نو  انبساطي مالي سیاست غوره کوي (مصرف زیاتوي) او مرکزي بانک هم  انبساطي پولي سیاست  پلی کوي او اقتصادي ودي ته سرعت وربښي.
مګر کله نا کله دا دواړه سیاستونه متضاد هم واقع کيدلای سي، هغه په هفه صورت کي، چي پالیسي جوړوونکي په خپل منځ کي همغږي نه وي تاوان ئې ولس او دولت دواړو ته متوجه دئ.
مثلاً: دولت انبساطي مالي سیاست اختیاروي( لګښتونه زیاتوي) او په عین حال کي مرکزي بانک د انفلاسیون له وېري د پور ورکړي نرخونه لوړوي او یا د پیسو نشر مطلق بندوي نرخ( انقباضي مالي سیاست) په دې حالت کي دا متضاد سیاستونه د ګټي پر ځای تاوان کوي او د مالي سیاست اغېز کموي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .