د ولایتونو د مستوفیت کارکوونکو له پاره د املاکو د مسلکي کولو روزنیز پروګرام جوړ سو!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۶:۳۹
..............

د زمري ۲۵ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ولایتونو (۴۰) تنو کارکوونکو ته د املاکو مسلکي کولو تر سرلیک لاندي د امارتي املاکو په تړاو روزنیز پرګرام جوړ کړ.
په همدې تړاو غونډه، چي د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کي جوړه سوې وه، د املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقادر حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د روزني او ظرفیت لوړولو آمر مفتي عبدالوهاب عابد او یو شمېر نورو مئسولینو ګډون کړی وو.
په پیل کي د کارکوونکو چارو ریاست د روزني او ظرفیت لوړولو آمر وویل، چي هغه روزنه چي د کار په جریان او په عملي ډول ترسره کېږي د نظري روزني په پرتله ډېره اغېزمنه او ګټوره ده. د کارکوونکو چارو ریاست دا عملي پروګرام د تجربه لرونکو ښوونکو په مټ ستاسو له پاره جوړ کړی دئ؛ نو له دې فرصت څخه د خپلو مهارتونه لوړولو له پاره ګټه پورته کړئ او نظام او خلکو ته د غوره خدمت جوګه سئ.
د املاکو لوی رئیس په خپله وینا کي وویل، چي په اسلامي نظام کي مسئولیت د خدمت کولو له پاره یو ښه فرصت دئ. موږ کولای سو د مسئولیت حق په غوره توګه هله ادا کړو، چي موږ ئې په اړه بشپړه پوهه ولرو. د غوره خدمتونو وړاندي کولو له پاره وړتیا او لیاقت لازمي امر دئ؛ نو له هغو فرصتونو او اسانتیاوو څخه، چي تاسو ته چمتو سوي دي ګټه پورته کړئ او خلکو او نظام ته ګټه ورسوئ.
د دعوت او ارشاد رئیس وویل، چي دا پروګرام تاسو ته د غوره خدمتونو وړاندي کولو په موخه چمتو سوی دئ، د خپل ظرفیت او وړتیاوو د لوړولو سربېره هڅه وکړئ، چي خپلي دندي په اخلاص ترسره کړئ. ستاسو نیت باید د خدای رضا ترلاسه کول، د بیت المال ساتنه او د خلکو خدمت کول وي.
د یادوني وړ ده، چي دا پروګرام به (۱۰) ورځي دوام وکړي او ګډونوالو ته به پکښې د املاکو د طرزالعملونو، د ملکیتونو د ثبتولو لارښووني، شرطپاڼي، قراردادونو او حمایوي اسنادو، د ترمیماتولارښود، د املاکو ډېټابېس، پانګوني، رازدارۍ، د اسلامي نظام ساتنه، د بیت المال ساتنه، ښه چلند او نور مهم او اړوند موضوعات تشرېح سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د آقینې په ګمرک کي د شاوخوا (۷۳) میلیونه افغانیو په ارزښت ستري پروژې بشپړېدونکي دي!

د وږي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست، چي د شاوخوا (۷۳،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کي د چاپېره دېوال او ټاورونو، د ارشیف ودانۍ او د درې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۷
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېري یوې اوونۍ کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۶:۴۰
Background image

د ابونصر فراهي، نیمروز او هرات ګمرکونو کارکوونکو له پاره دوهم روزنیز پروګرام پای ته ورسېد!


د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم؛ د فراه، نیمروز او هرات ولایت ګمرکونو (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای. . .

BACK TO NEWS