تول خبرونه
د ابونصر فراهي په ګمرک کي د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه بابه هنګرونه ګټي اخیستني ته وسپارل سول!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندي (۳۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کي د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په موخه دوه بابه هنګرونه جوړ او ګټي. . .
د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو د تدارکاتو مدیرانو ته د تدارکاتي پروسې په تړاو روزنیز پروګرام جوړ سو!
د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو د تدارکاتو(۵۰) تنو مدیرانو ته د تدارکاتي پروسې په تړاو روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په هغه ناسته کي، چي په همدې مناسبت د. . .
د افغانستان او ترکمنستان په سرحدي سیمه کي لنډمهاله بندر جوړېږي!
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د کانونو او پيټرولیم، ملي دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی. . .
د ولایتې مستوفیتونو د قطعیې ۳۵ تنو کارکوونکو له پاره روزنیز پروګرام پیل سو!
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له تدریسي پلان سره سم، د روزنیزو پروګرامونو په لړ کي د ولایتي مستوفیتونو د قطعیې (۳۵) تنو کارکوونکو له پاره د عوایدو د. . .
د ولایتي مستوفیتونو او ګمرکونو ۸۲ تنو کارکوونکو ته جوړ سوي روزنیز پروګرامونه پای ته ورسېدل!
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د کلني تدریسي پلان سره سم، د ولایتي مستوفیتونو د برسي برخي (۴۷) تنو او د ولایتي ګمرکونو (۳۵) تنو کارکوونکو ته د تعرفې بیي ټاکني او لابراتور. . .
تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابیلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو. . .
د مالیې وزارت مقام د شکایتونو اورېدو خپلواک آمریت (۲۰) شکایتونو ته رسېدنه کړې!
د مالیې وزارت د شکایتونو د اورېدو خپلواک آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه. . .
د څه باندي ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د آقینې ګمرک د ارشیف جوړولو پروژه پیل سوه!
د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰،۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کي د ارشیف جوړولو پروژه پیل کړه.
د دغي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي،. . .
د پکتیا ګمرک د هنګرونو او موټرونو د تمځای جوړولو پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي!
د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۴۷،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا په ګمرک کي د دوه بابه هنګرونو او د موټرونو د تمځای جوړولو پروژې چاري په چټکۍ سره رواني دي.
تر دې مهاله د یاد ګمرک د. . .
Pagination
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .