له متحده عربي اماراتو سره د همکاریو هوکړه لیک پلي کولو او عملي کولو د همغږۍ ناسته وشوه

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 08 2019 3:32 PM
د همغږۍ ناسته

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د وري میاشتې په ۱۹ مه نېټه له متحده عربي اماراتو سره د همکاریو هوکړه لیک پلي کولو او عملي کولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد ګل خُلمي، د لوړو زده کړو، پوهنې، صنعت او سوداګرۍ، کرنې مالدارۍ او اوبو لګونې، کانونو او پطرولیم، اطلاعاتو او کلتور، بدني روزنې او اریانا افغان هوایي شرکت مرستیالانو او رئیسانو ګډون درلود، عربي متحده اماراتو ته د افغانستان جلالتماب ولسمشر د سفر په څنډه کې د کلتور، کرنې، پوهنې او روزنې، انرژۍ او برېښنا، کانونو او لوبو په برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک شوي وو، په عملي کولو یې بحث او خبرې وشوې.

همداشان په دې ناسته کې د لوړو زده کړو، ګمرکونو، د پانګونې په دوه اړخیزه هڅونه او د حاجیانو د لېږد لپاره د اریانا افغان هوایي شرکت او اتحاد هوایي کرښې د همکاریو په هوکړه لیک چې لاسلیک ته چمتو دی بحث او د نظرونو تبادله وشوه او په هکله یې اړینې پرېکړې وشوې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS