د عالم شاه ابراهیمي ژوند لیک
عالم شاه ابراهیمي د مالیې وزارت د اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوي او له رسمیاتو ورسته په افغان امریکایي پوهنتون کې د استاد ( adjunct professor ) په توګه تدریس کوي، نوموړي په افغان امریکا یي پوهنتون کې د ماسټرۍ په کچه زده کړې بشپړې کړي او د لسانس لوړې زده کړې یې د پاکستان په پیښور پوهنتون کې پای ته رسولي.
ښاغلي ابراهیمي د ACCA تصدیق شوي انجمن له لوري د CAT ټول پروګرامونه په بریالیتوب سره بشپړکړي، نوموړی په ۱۳۹۵ کال کې د نوښت ګر سوداګر او غوره ټولنیز کار موندونکي په توګه د فرید مقصودي جایزه وګټله، دغه جایزه د افغانستان امریکایي پوهنتون له خوا ورکول کیږي.
ښاغلي ابراهمي په ۱۳۸۷ کال کې خپل کاري سفر په پژواک خبري اژانس کې چې یوه کورنۍ رسنۍ ده د مالي افسر په توګه پیل کړ او د شپږو میاشتو په اوږدو کې یې د مالي مسؤل بست ته ارتقاع وکړه، په ۱۳۸۹ کال کې د ادارې د عمومي ریاست موقف تر لاسه کړ، چې د دغې ادارې ټولې مالي او اداري چارې یې په غاړه واخیستې. په پژواک خبري اژانس کې له درې کاله دندې وروسته نوموړی د فلګ په نړیوال شرکت کې د مالي مسؤل په توګه وټاکل شو او په دغه اداره کې یې د وړیا مرستو او مالي چارو د تنظیم مسؤلیت پر غاړه واخیست.
وروسته تردې ښاغلی ابراهیمي د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د محاسبې د متخصص په توګه خدمت ته دوام ورکړ. څه موده ورسته یې د یاد پوهنتون مالي مرستیالۍ ته ارتقا وکړه او د پنځو کلونو لپاره یې دغه دنده پرمخ یوړه.
ښاغلی ابراهیمي په ۱۳۹۵ کال کې د مالیې وزارت د مالي او حسابي رئیس په توګه وټاکل شو، د بودیجې د اجرا په ښه والي او په کاري چارو کې د اسانتیا راوستلو په برخه کې یې کار وکړ، چې د مالیې وزارت د پراختیا یی بودیجې د زیات لګښت لامل شو، همدارنګه د مالیې زارت د مالي او اداري عمومي ریاست د سرپرست په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.
په ۱۳۹۷ کال کې د مالیې وزارت د خزائینو د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو، چې د بودیجې د اجرا په ښه والي او د چارو په اسانتیا او ساده والي کې یې اغیزمن کار وکړ. دغه چارې د ټولو بودیجوي واحدونو د پراختیایي بودیجې د ۹۲٪ سلنه لګښت لامل شوې او د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۷ کال کې څه باندې ۹۰٪ سلنه پراختیا یي بویجه ولګول شوه، تر دې وروسته نوموړی په ۱۳۹۸ کال کې د اریانا افغان هوایی شرکت د عمومي رئیس په توګه وګمارل شو، چې په سختو کرونایي شرایطو کې یې په کمو امکاناتو د دغې ادارې د مالي حسابونو د ګټې را پور وړاندې کړ او په وروستیو کې یې د پلټنې په عالي اداره کې د مالي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
Announcements More
MoF Approves Decisions of Second Meeting of Tariff Committee of Current Fiscal Year
Second meeting of the Tariff Committee that had been convened on the 20th of September (29th Sanbula),
NOTIC For Iron Traders!
According to the order of the Prime Ministership of IEA, the export of any kind of iron equipment and tools is prohibited.