له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي لېږدولو پروژې د هوکړه لیک لاسلیک

admin_mof
Thu, Aug 29 2019 12:48 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۷ مه نېټه د اسیا پراختیایي بانک د انرژۍ سکټور له ستر متخصص ښاغلي لي ژانګ، سره د مالیې په وزارت کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس ښاغلي امان الله غالب، هم شتون درلود، د اسیا پراختیایي بانک د انرژۍ سکټور ستر متخصص ښاغلي لي ژانګ، د مالیې وزارت سرپرست ته له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي لېږدولو، بودیجوي او تطبیقي مسایلو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

د مالیې وزارت سرپرست، د نوموړي بانک د انرژۍ سکټور له ستر متخصص څخه چې د یادې پروژې په اړه یې معلومات ورکړل د مننې ترڅنګ وویل، چې د دې مزي غځول به تر ډېره بریده د انرژۍ له پلوه د خلکو ستونزې هواري کړي.   

د ناستې په پای کې د مالیې وزارت سرپرست، د اسیا پراختیایي بانک او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ له ازبکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کلیو ولټه برېښنا مزي د لېږدولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

خبر

د دې مزې د لېږدولو لګښت ۱۲۰ میلیونه امریکایي ډالره دی، چې ۱۱۰ میلیونه امریکایي ډالره یې د اسیا پراختیایي بانک له لوري په وړیا توګه  او ۱۰ میلیونه نور د افغانستان حکومت له لوري (د املاکو د استملاک او امنیت ټینګښت) لپاره ورکول کېږي، ټاکل شوي دغه پروژه د دوو کالو په اوږدو کې بشپړه شي.

د دې پروژې تخنیکي جزیات کولی شئ د افغانستان برېښنا شرکت له رسنیزې ډلې ترلاسه کړئ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS