د مالیې وزارت سرپرست د اباد راهان پارس نړیوالې ډلې له رئیس سره په یو شمېر زېربنایي موضوعاتو خبرې وکړې

admin_mof
Tue, Sep 03 2019 9:43 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۱۱ مه نېټه د اباد راهان پارس نړیوالې ډلې له رئیس ښاغلي فرزاد اناري او د هغه له یو شمېر همکارانو سره په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې لیدنه کې چې په مشهد کې د افغانستان جنرال قنسول ښاغلي عبدالجبار انصار، هم شتون درلود، د اباد راهان پارس نړیوالې ډلې رئیس، د مالیې وزارت سرپرست ته په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د نوموړې ډلې د زېربنایي کړنو، لکه د هرات – تورغونډۍ، اسلام کلا، هرات ښار هوایي ډګر، د میدان ښار- بامیان سړک او د هرات – خواف درېیمې ټوټې رېل کرښې پروژو په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل.

خبر

همدا شان دواړو لوریو، په افغانستان کې د ایراني سوداګرو په پانګونه، د ساتنې او پالنې واحد سیستم جوړولو لپاره د نوموړې ډلې په همکارۍ، د سړکونو رغولو او جوړولو په برخه کې د دې ډلې په لېوالتیا، بندونو او تونلونو، د هرات- تورغونډۍ پروژې له بشپړېدو وروسته د اباد راهان پارس نړیوالې ډلې د حساب په تصفیه کولو او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS