د مالیې وزارت سرپرست: افغانستان خپلې اصلاحي ژمنې د جینوا کنفرانس د دوه اړخیز حساب ورکولو چوکاټ سره سم تر سره کړي
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د وږی میاشتې په ۲۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د المان هیواد سفیر ښاغلي پیتریروګل، سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان له لوري د المان شرکتونو د پور په ورکړې، د هغو شرکتونو د مالیاتو د ورکړې د ستونزې په حلولو چې د المان پراختیایې مرستو د قرارداد لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي، د دې مسئلې د حلولو په موخه د دې هیواد په پراختیایې قراردادونو کې د مالیاتو د ورکړې موضوع په زیاتولو، ګډوالو او کورنیو بیځایه شویو سره له افغانستان سره د المان هیواد په مرستو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همداشان په دې ناسته کې د جینوا کنفرانس په دوه اړخیزو ژمنو هم بحث وشو. د مالیې وزارت سرپرست وویل چې افغانستان د جینوا کنفرانس د دوه اړخیز حساب ورکولو چوکاټ سره سم خپلې ژمنې په خپل وخت سره تر سره کړي دي.
د المان سفیر وویل د دې لپاره چې افغانستان په خپل وخت سره خپلې اصلاحي ژمنې پلي کړي دي، المان به له افغانستان سره ۸۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.
