د مالیې وزارت سرپرست: اقتصادي ودې او مالي ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د حکومت او خصوصي سکټور همکاري او همغږي حتمي اړتیا ده

admin_mof
Mon, Oct 14 2019 12:25 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۱ مه نېټه د سوداګریزو توکو له یو شمېر واردوونکو سره چې د تورخم له لارې سوداګریز توکې را واردوي، وکتل.

په دې کتنه کې چې د عوایدو او ګمرکونو معینیت سرپرست ښاغلي عبدالولید تمیم او د سوداګرۍ خونې سوداګریز مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، هم شتون درلود واردوونکو د ستونزو روښانه کولو ترڅنګ وویل، چې دوی د نافذه قوانینو، ګمرکي کړنلارو او ټاکل شویو تعرفوي کودونو له سل سلنې پلي کیدو سره کومه ستونزه نه لري، ولي دغه قوانین باید د هیواد په ټولو محصولي ګمرکونو کې یو ډول پلي شي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې اقتصادي ودې او مالي ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ همکاري او همغږي اړینه ده. ښاغلي قیومي زیاته کړه، چې واردوونکي باید په ټول هیواد کې نافذه قوانینو ته ژمن وي او خپل توکې دي سل په سله او له قانون سره سم تشریح کړي. د مالیې وزارت د نافذه قوانینو پلي کولو ته ژمن ده او هیڅ ډول استثناء او زور ته غاړه نه ږدي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې مالیې وزارت به د واردوونکو د ستونزو حلولو په برخه له قانون او مقرراتو سره سم هر اړخیزه همکاري وکړي.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې واردوونکي، د سوداګرۍ او صنایع خونه او د عوایدو او ګمرکونو معینیت دي د تورخم په دروازه کې د شته ستونزو حلولو په موخه بېړۍ ناسته وکړي، څو ستونزې یوه په یوه وڅېړل شي او د حل لپاره یې لارې ولټول شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS