د مالیې وزارت سرپرست: کورنیو بې ځایه شویو او کډوالو ته د اساسي خدمتونو وړاندې کول او اقتصادي امکاناتو برابرول د افغانستان د حکومت لومړیتوب دی

admin_mof
Tue, Oct 15 2019 11:26 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۲ مه نېټه په کابل کې د اروپایي ټولنې له سفیر ښاغلې پییر مایډون، سره چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو چارو مرستیالې هم شتون درلود په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د کډوالو په تړاو د افغانستان د حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ په دوه اړخیزه ژمنو، کورنیو بېځایه شویو او کډوالو، هغوی ته د اقتصادي امکاناتو، اسانتیاوو او اساسي خدمتونو وړاندې کولو، د ښاري پراختیا له عالي شورای د کړنلارې او پروګرامونو په تصویب، د مستحقو کډوالو او کورنیو بېځایه شویو پېژندل څو ځمکه، کاري فرصت او خدمتونه ورته وړاندې شي، له ۴۰۰،۰۰۰ زرو د زیاتو کډوالو را ستنېدل، چې ۱۰۰،۰۰۰ زره تنه یې یوازي له ترکیې هیواده دي، کډوالو د بیا جذبولو، سرچینو پیدا کولو او امکاناتو برابرولو په موخه د ترکیې هیواد او کډوالو له نړیوال سازمان سره چمتووالی او همغږي او نورو ورته مسایلو په هکله خبرې او د نظرونو تبادله وکړه

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې کورنیو بې ځایه شویو او کډوالو ته د اساسي خدمتونو وړاندې کول او اقتصادي امکاناتو برابرول زموږ لومړیتوبونه دي

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS