د سیمه ایزې همکارۍ په تړاو د افغانستان، پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان د مالیو وزیرانو او نړیوال بانک ترمنځ پنځه اړخیزه ناسته

Anonymous (not verified)
Sat, Oct 19 2019 12:20 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د امریکا متحده ایالتونو په واشنګټن ډیسي کې د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق مدیره پلاوي د کلنۍ ناستو په څنډو کې د پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان د مالیو له وزیرانو او نړیوال بانک له استازې سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د سیمه ایزې اقتصادي او پراختیایي همکاریو په پراخېدو، هغه پروژو باندي چې د یادو هیوادونو په ګټه دي، د چابهار او ګوادر بندرونو ته د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو په لاسرسي، د ټرانسپورټي او انرژۍ د پروژو له لارې د یادو هیوادونو په نښلولو، د افغانستان له خاورې سویلي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ په لېږد او نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

پرېکړه وشوه، چې د سیمه ایزې همکارۍ پراخېدو د څرنګوالې په تړاو دي د یادو هیوادونو د اړوندو ادارو ترمنځ تخنیکي بحثونه دوام پیدا کړي او دې غځېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS