د مالیې وزارت سرپرست: د پیسو له نړیوال صندوق څخه غوښتنه کوم څو د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ستراتېژۍ سند پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي

Anonymous (not verified)
Sat, Oct 19 2019 12:53 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق مدیره پلاوي د ناستې په څنډو کې د منځنۍ اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق له اجرائیوي مرستیال ښاغلي میتسو هیرو فروسوا، او د منځنۍ او ختیځې اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق مسؤل ښاغلي جهاد آزور، سره په جلا توګه ولیدل.

په دې لیدنو کې د مالیې وزارت سرپرست، له فساد سره د مبارزې په هلکه د افغانستان د حکومت نوې ستراتېژۍ په تړاو معلومات وړاندي کړل او ویې ویل، چې موږ له فساد او د فساد عواملو ته په جدې مبارزې ژمن یو او تر بشپړ ختمېدو پوري به دوام ورکوو.

همدا شان د مالیې وزارت سرپرست، په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت د اقتصادي او مالي پرمختګ، مالي لګښت د کمېدو، ملي عوایدو لوړېدو، د پیسو له نړیوال صندوق سره د افغانستان حکومت د مالي او اقتصادي اصلاحاتو پروګرام د بریالي ترسره کېدو  او د افغانستان حکومت د اقتصادي ځان بسیاینې د پانګه ونې د بستې په تړاو د منځنۍ اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال، او د منځنۍ او ختیځې اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق مسؤل ته معلومات ورکړل. ښاغلي قیومي، له هغوی غوښتنه وکړه، څو د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ستراتېژۍ سند پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، وویل، چې د دوام لپاره باید د افغانستان اقتصادي او مالي اصلاحات، د پیسو نړیوال صندوق په نوي پروګرام کې شامل شي، چې په هغه کې په ستر اقتصاد کې د اصلاحاتو دوام ترڅنګ، په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې جلبېدل، کارموندنه او صادرات هم شامل شي.
د پیسو نړیوال صندوق، د افغانستان مالي او اقتصادي اصلاحاتو ته د هرکلي ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو لوریو تخنیکي او د مشرتابه ډلې د دې نوي پروګرام په تړاو بحثونه پیل کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS