د مالیې وزارت سرپرست د دې وزارت د کړنو راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ

admin_mof
Sat, Nov 02 2019 10:54 AM
خبر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتماب جمهوررئیس محمد اشرف غني تېره ورځ د مالیې وزارت له رهبري پلاوي سره په کتنه کې، د یاد وزارت د کړنو راپور او پلانونه واورېدل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د مالیې سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي د بودجې د مصرف او د عوایدو راټولولو دڅرنګوالي په اړه خپل راپور جلالتماب جمهوررئیس ته وړاندې کړ.

 همداراز د مالیې وزارت سرپرست د راتلونکي کال د بودجې جوړولو او په راتلونکو دوو میاشتو کې د بودجې د مصرف په اړه چې ۱۳۹۸ مالي کال پای ته رسېږي، د وزارت د چمتو والي او پلانونو راپور جلالتماب جمهوررئیس ته وړاندې کړ.

جلالتماب جمهوررئیس د راپور تر اورېدو وروسته د مالیې وزارت له کارونو خوښي وښوده او د یاد وزارت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د عوایدو راټولولو او مصرف په برخه کې د هیواد له ټولو والیانو سره لازمه همغږي وکړي.

جلالتماب جمهوررئیس زیاته کړه، د عادي او انکشافي بودجې د مصرف او عوایدو راټولولو په برخه کې د مالیې وزارت برنامې او اقدامات د ستاینې وړ دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS