له تروریزم سره اغېزمنه مبارزه، د تروریزم له مالي ملاتړ سره جدي مبارزې ته اړتیا لري

admin_mof
Sun, Nov 10 2019 9:40 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د اسټرالیا هیواد په ملبورن ښار کې د تروریزم له مالي ملاتړ سره د مبارزې په ناسته کې ګډون وکړ.

د مالیې وزارت سرپرست، په دې ناسته کې د تروریزم له مالي ملاتړ سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د حکومت په دریځ او د افغانستان د اوسنیو اقداماتو په تړاو خبرې وکړې. هغه د ټولو هیوادونو له سرتېرو په ځانګړي توګه په افغانستان کې د استرالیا د سرتېرو له سرښندنو مننه وکړه او په نړۍ او افغانستان کې یې له تروریزم سره په ګډه جدي مبارزې ټینګار وکړ. ښاغلي قیومي زیاته کړه، چې په افغانستان کې له تروریزم سره جګړه زموږ او تاسو ګډ مسؤلیت دی او له تروریزم سره مبارزه جدي پاملرنې ته اړتیا لري.  

د ناستې په اوږدو کې نوموړي، له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت په ټولو اقداماتو خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې افغانستان د نړیوال تروریزم د اصلي قرباني په توګه د تروریزم په له منځه وړلو کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه سپما ونکړي.

دغه ناسته چې هر کال له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې په ژمنو هیوادونو کې جوړېږي، سږ کال د ۶۵ هیوادونو، ۲۰ وزیرانو، د ۱۴ نړیوالو سازمانونو د استازو د مالي او تخنیکي کمپنیو، لوړ پوړو چارواکو، د حکومتدارۍ، صنایع، سوداګرۍ او اکاډمیکو چارو کارپوهانو، په اسټرالیا هیواد کې تر سره شوه.  

خبر

ټاکل شوې ده، راتلونکې ناسته د هند په  کوربه توب په ۲۰۲۰ کال کې د دې هیواد په یوه ښار کې ترسره شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS