د مالیې وزارت سرپرست د بنسټونو، محققینو او د بېلابیلو بنسټونو له کارپوهانو سره وکتل

admin_mof
Sun, Nov 10 2019 11:20 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د استرالیا په کانبرا ښار کې له تروریزم سره د مالي ملاتړ د مبارزې ناستې په څنډو کې د بنسټونو، محققینو او د بېلابیلو بنسټونو له کارپوهانو سره په جلا توګه وکتل.

په دې کتنو کې د مالیې وزارت سرپرست، د افغانستان په هوا چې د تودېدو په حال کې ده، اقلیمي بدلونونو او د افغانستان د اوبو په سرچینو یې د ناوړه اغېز په ځانګړې توګه په کابل ښار کې، په ټول هیواد کې د اوبو په مدیریت، د للمو په کرنه او د اوبونې لپاره د استرالیا په تجربو، کانونو، استوګنیز چاپیریال او په افغانستان کې د سرچینو د مدیریت لپاره له ټکنالوژۍ د ګټې اخیستنې په تړاو مفصلې خبرې وکړې او هغوی یې د ګډ پروګرام لپاره را وبلل.

پورتنیو بنسټونو، په دې برخه کې خپلې تجربې شریکې کړې او د ګډو پروګرامونو لپاره یې د همکارۍ ژمنه وکړه. ټاکل شوې ده، چې پورتني موضوعات ډېر ژر د افغانستان سفارت، پورتنیو بنسټونو په افغانستان کې د مسؤلو بنسټونو ترمنځ د یوه عمل په پلان بدل شي. د افغانستان تاکیدي دریځ په لوړو زده کړو، د ماسټرۍ، دوکتورا او مسلکي انلاین کورسونو په برخه کې د یادو بنسټونو هڅول او په درېیمو هیوادونو کې د استرالیا په مالي ملاتړ د کرنې، اوبو د سرچینو تنظیم او انجینرۍ په کچه تحصیلات وو.

خبر

همدا شان په دې جلا ناستو کې د ګریفټ له پوهنتون سره د اوبو د تنظیم ماسټرۍ پروګرام جوړېدو، چې ټاکل شوې د کابل پولیتخنیک په پوهنتون کې ترسره شي، بحث او د نظر څرګندونې وشوې.  

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS