د ملي یووالي حکومت له پیله د افغانستان اقتصادي وده لوړې کچې ته رسېدلې

admin_mof
Wed, Nov 20 2019 11:02 AM
خبر

زموږ راپورونه ښیي، چې د افغانستان اقتصادي وده په روان مالي کال کې زیاته شوې ده. په ۱۳۹۷ کال کې د هیواد اقتصادي وده له ۲.۷ سلنې په ۱۳۹۸ کې ۳ سلنې ته لوړه شوې ده، د افغانستان د اقتصادي ودې مهم دلیلونه د سیمې له هیوادونو سره د هوایي دهلیزونو رامنځته کېدل، چې له دې لارې د هیواد صادرات ښه شول او د کرنې په برخه کې وده رامنځته شوې.
افغانستان یو کرنیز هیواد دی، په دې هیواد کې اقتصادي وده ډېری په کرنیز سکټور او د کرنیزو محصولاتو په صادرولو تکیه کوي. اوس مهال په ټولیزه توګه په کورنیو ناخالصو تولیداتو کې د کرنې برخه ۲۲،۳ سلنه ګڼل شوې ده.
د افغانستان اقتصادي وده په داسي حال کې زیاته شوې، چې د افغانستان د تمویلوونکو له لوري د ټاکنو په ترسره کېدو او سولې بهیر او له دواړو د راپاتي شویو ناخوالو له کبله یې د افغانستان له اقتصادي ودې په ډېر احتیاط وړاندوېینه کوله او د ۲،۷ سلنې چتر یې ورته ټاکلی وو.
د دولت د وړاندوېینې له نظره اټکل کېږي، که چېرته اقلیمي شرایط برابر وي او د افغانستان کرنیز سکټور ته کوم زیان ونه رسېږي، کرنه به ښه شي او له اوسنیو رسمي ارقامو څرګندېږي، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې به له ۳۳۷.۶ میلیارده افغانیو ۳۷۲.۲ میلیارده افغانیو ته (۱۰ سلنه زیاتوالی) لوړ شي.

خبر

همدا شان د افغانستان اقتصادي وده په روان کال کې تر جمیعتي ودې زیاته شوې ده. د افغانستان اقتصادي وده ۲.۱۴ سلنه ده. د افغانستان اقتصادي ودې، چې د جمیعتي ودې په پرتله زیاتوالی کړی دی، سوکالۍ او ځان بسیاینې ته هیلې زیاتوي.
د یادولو وړده، چې د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره اقتصادي وده د ۳.۴ سلنې په شاوخوا کې ټاکل شوې، چې د ۱۳۹۸ کال په پرتله ۰،۵ سلنه ښوول شوې ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS