د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد مشرتابه کمېټې اوومه ناسته وشوه

Anonymous (not verified)
Wed, Nov 20 2019 4:00 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي؛ او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ښاغلي پییر مایډون، په ګډه مشرۍ د لړم میاشتې په ۲۹ مه نېټه د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد (SRBC) مشرتابه کمېټې اوومه ناسته په مالیې وزارت کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې چې د حکومت بېلابېلو ادارو استازو او مسؤلینو ګډون کړی وو، د دولت جوړونې قراردادونو د شاخصونو په پرمختګ، شته ستونزو او خنډونو په موندلو، بودیجوي اصلاحاتو، د مالي کړنو مدیریت سیستم په پياوړي کولو، د ارزښت په زیاتوالې مالیې په پېژندنه، د عامه خدمتونو وړاندي کولو په برخه کې د ریفورم په پرمختګ، د ولسي تړون له لارې د پروژو په پلي کولو، کلیو او بانډو ته د خدمتونو په وړاندي کولو، د کار د قوانینو په اصلاح کولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو د نظرونو څرګندونې وشوې.

خبر

همدا شان، د حکومت بېلابېلو ادارو د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو په هکله ګډونوالو ته د پرېزینټېشن له لارې معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په پای کې د اروپایي ټولنې استازو، د دولتي ادارو د اجراآتو راپور له قناعته وروسته، د دولت جوړونې قرارداد د ژمنو پلي کولو په پرمختګ خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان د بودیجې د تمویل په برخه کې به د دوی همکاري دوامداره وي او خپلو مرستو ته به د دې ژمنو د تحقق په لاره کې دوامداره کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS