حکومت او نړیوال همکاران باید طبیعي پېښو ته د رسېدو لپاره اغېزمن پروګرامونه ترلاس لاندي ونیسي

admin_mof
Wed, Nov 27 2019 9:34 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لېندۍ میاشتې په ۳ مه نېټه د نړیوال بانک له کاري ډلې سره په مالیه وزارت کې وکتل.
دغه ناسته چې د سږ کال ژمي او وروستیو احتمالي وچکالیو لپاره د پروګرام جوړولو په موخهله طبیعي پېښو سره مبارزې ته د چمتووالي لپاره ترسره شوه، دواړو لوریو له طبیعي پېښو سره د مبارزې، احتمالي وچکالۍ او د خوړو د خوندیتوب په تړاو خبرې وشوې او د نظر څرګندونې وشوې.
په دې ناسته کې د نړیوال بانک ټیم ټینګار وکړ، چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره باید مخکنی چمتو والی ولرو، څو د افغانستان حکومت وکولی شي له طبیعې پېښو را ولاړ زیانونه ټیټې کچې ته ورسوي. هغوی زیاته کړه، هغه سیمې او کلي چې له احتمالي وچکالۍ او د خوړو له نهخوندیتوبسره مخ دي وپېژندل شي څو وکولی شو د دقیق پلان او پروګرام له مخې له خلکو سره مرسته وکړو او له شته وړتیاوو په ګټه اخیستنه له ستونزو او طبیعي پېښو سره مبارزه وکړو.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د افغانستان حکومت دې مسئلې ته چمتووالی لري او اړوند موضوعات به د بېوزلۍ کمولو عالي شورای ته وړاندی کړي، څو د شورای نظرونه واخیستل شي. همدا شان اړوندې ادارې باید له مرسته کوونکو بنسټونو سره له نږدې کار وکړي، څو د زیانمنو سیمو اړتیاوې وپېژندل شي او زموږ پروګرامونو له وضعیت سره متناسب او ځواب ویونکي وي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS