مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې د مسودې په تړاو د مشرانو جرګې وړاندیزونه او نظرونه واورېدل

admin_mof
Mon, Dec 02 2019 2:16 PM
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، د لېندۍ میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې د مسودې په تړاو د مشرانو جرګې د سناتورانو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل. د مشرانو جرګې ښاغلو سناتورانو د ملي بودیجې د مثمریت او مؤثریت په هکله خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندي او پوښتنې یې وکړي، چې پوښتنو ته یې د مالیې وزارت مالي مرستیال له لوري ځوابونه وویل شول.
د مشرانو جرګې غړو د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې د ترتیب او هغو اصلاحاتو چې د تېر کال په پرتله رامنځته شوي ستاینه وکړه او د بودیجوي توازن، انتقالي پروژو، کارموندنې مسئلې، د سوداګرۍ بېلانس کسر او تادیاتو، د ادارو پراختیایي بودیجې لګښت، ولایتي بودیجې او نورو اړینو برخو په تړاو خپلې ملاحظې او وړاندیزونه روښانه کړل.
د مالیې وزارت مالي مرستیال، د تېرو کلونو ملي بودیجو په ترتیب کې د ستونزو منلو او د راتلونکي کال په ملي بودیجه کې د اصلاحاتو راوستو ترڅنګ، ژمنه وکړه، چې د مشرانو جرګې د محترمو غړو وړاندیزونه او ملاحظات به د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې له پامه نه غورځوي.

خبر

د یادولو ده، چې د ملي بویدجې مسوده په ټوله کې ۴۲۸ میلیارده او ۳۸۰ میلیونه افغانۍ ده، چې له دې ډلې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده او ۲۷۹ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS