مالیې وزارت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له شپاړس ورځني کمپاین څخه نمانځنه وکړه
مالیې وزارت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او د بشر حقونو نړیوالې ورځې شپاړس ورځنی کمپاین نن د لېندۍ میاشتې په ۲۰ مه نېټه په مالیې وزارت کې و نمانځه. په دې پروګرام کې کلیوالو مېرمنو لاسي صنایع نندارې ته وړاندي کړل.
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مالیې وزارت په انګړ کې د کلیوالو مېرمنو د لاسي صنایعو لیدنه وکړه. د مالیې وزارت سرپرست د اسلام په مبارک دین کې د ښځو د جایګاه بیانولو ترڅنګ وویل، چې ښځې د ټولنې نیمه برخه ده او د هیواد په اقتصادي وده کې د دوی رول ارزښتناک دی. نوموړي زیاته کړه، چې له نړیوالې ټولنې سره د حکومت ژمنه د ښځو ملاتړ او د هغوی اقتصادي پیاوړي کول دي. د مالیې وزارت سرپرست، د دې نندارتون ترسره کېدل د ښځو د لاسي صنایعو څخه د ملاتړ په برخه کې اغیزمن ګام یاد کړ او ټولو هغو کسانو چې د نندارتون په جوړولو کې یې هڅې کړي دي مننه وکړه.
د یادونې وړده، چې حکومت د هیواد په کچه په ټولو دولتي ادارو کې د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي مخنیوي او بشرحقونو نړیوالې ورځې شپاړس ورځنی کمپاین په لاره اچولی دی.
