د مالیاتي ماحسبینو ازموینه واخیستل شو

admin_mof
Sat, Dec 14 2019 9:39 AM
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې مادې د حکم پر بنسټ هغو کسانو چې د مالياتي محاسب د جواز د اخيستو لپاره د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست ته يې غوښتنليکونه سپارلي وو او ټاکل شوي شرایط یې پوره کړي وو، په لومړني نوملړ (ابتدايي شارټ لېسټ) کې يې شپېته کسان ټاکل شوي وو، نن د لیندۍ میاشتې په ۲۱ مه نېټه د گمرکونو او مالياتو اکاډمۍ کې يې ازموينه واخيستل شوه.
د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمې مادې د حکم له مخې د مالياتي محاسبينو لپاره په ازموينې کې تر برياليتوب وروسته د مالياتي محاسب جواز ورکول کېږي چې دغه محاسب به د دفتر او ځانگړې پتې لرونکی وي او په مالياتي ادارو کې به د حقوقي او حکمي اشخاصو مالياتي چارې پر مخ وړي.

خبر


د يادونې وړ ده چې د مالياتي محاسبينو د جواز اخيستلو دغه پروسه په راتلونکي کې لا پسې وغځېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS