د سویلي سالنګ ۲۲۰ کیلو ولټه سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Anonymous (not verified)
Thu, Dec 19 2019 1:33 PM
خبر

د پروان ولایت د سالنګونو ریاست، سویلي سالنګ او تونلونو د ۲۲۰ کیلو ولټه او ۲۰ کیلو ولټه وېشنې شبکې سب سټېشن د لېندۍ میاشتې په ۲۸ مه نېټه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې سب سټېشن د پرانیستنې په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، دولتي چارواکو، پروان والي، د ملي شورای یو شمېر غړو، د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه پلاوي او د سیمې خلکو ګډون درلود.

د یادو پروژو وړتیا ۸ مېګاواټه امپیر دی، چې په شاوخوا دریو کالو موده کې، د ۲۰۱۷ کال اپرېل له میاشتې د ۲۰۲۰ کال تر جنوري میاشتې بشپړه شي او په دې کې د ۸ مېګاواټه امپیر وړتیا په لرلو سره د یوه باب سب سټېشن جوړول او د منځني ولتاژ ۲۰ کیلو ولټه په لرلو شبکه، شامل دي. له دې څخه به د سالنګونو ریاست په روښانولو او تونلونو کې د هوابدلېدو لپاره کار واخیستل شي.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، د دې پروژې د مبارکۍ ترڅنګ وویل:" د افغانستان د حکومت یوه پالیسي داده، چې له نړیوالو معیارونو سره برابره د برېښنا یوه ملي شبکه ولري، نه یوازي دا چې د انرژۍ له پلوه ځان بسیاینې ته ورسېږو، بلکه د انرژۍ د لېږد د دهلیز په توګه، د منځنۍ اسیا برېښنا سویلي اسیا ته ولېږدوو" نوموړي زیاته کړه، د افغانستان حکومت په دې برخه کې ستر ګامونه پورته کړي دي او زه ډېر خوشحاله یم، چې د سویلي سالنګ سب سټېشن پرانیزم، دغه شبکه ۲۲۰ کیلو ولټه ده، چې د امریکا متحده ایالتونو پراختیایي ادارې له لوري د ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت تمویلېږي."

د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس ښاغلي امان الله غالب، وویل: " برېښنا د نننۍ ټولنې لازمي اړتیا ده او د افغانستان برېښنا شرکت مصصم دی، چې ترخپله حده او توانه پوری دغه اړتیا پوره کړي، د سالنګونو روښانه کول د مسافرینو لپاره چې له دواړو لوریو تګ راتګ لري ډېر اړین دي او د برېښنا انرژۍ پرمټ هغه ګازونه چې د موټرونو له کبله تولید شوي دي پاک او تصفیه کېږي."

خبر

د یادولو وړده، چې د سویلي سالنګ د سب سټېشن جوړولو چارې ۳ کاله وړاندي د ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې وې. دغه پروژه د امریکا متحده ایالتونو پراختیایي ادراې (USAID) په مرسته تموېلېږي او د دې سب سټېشن د جوړولو چارې د USLUEL-OMRAN JV شرکت پر غاړه دي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS