وزارت مالیه طرح بودجۀ ملی سال ۱۳۹۹ را در نشست عمومی ولسی جرگه ارائه نمود

admin_mof
Mon, Dec 23 2019 2:39 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۲ مه نېټه د پارلماني چارو مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد کریم باز، په حضور کې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحه د ولسي جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي قیومي، د ولسي جرګې ښاغلو غړو ته د ملي عوایدو کچې زیاتېدو، د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې د لګښت، د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحې چې په دې طرحې کې د لګښتونو منځنۍ مودې چوکاټ، بودیجوي اصلاحاتو، د حکومت د ځان بسیاینې اقتصادي پالیسۍ په پام کې نیولو سره د ملي بودیجې طرح راغلي دي، په بریا سره د اعتباري اسانتیاوو تمدید پروګرام تر نامه لاندې د پیسو له نړیوال صندوق سره د حکومت د مالي او اقتصادي اصلاحاتو بشپړېدو، د مالي ثبات او اقتصادي ودې ساتنې، اصلاحاتو پلي کولو، له اداري فساد سره مبارزې، د ولایتي توازن طرحې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو معلومات ورکړل.
د مالیې وزارت سرپرست وویل:" د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه د واقعیتونو، شته سرچینو او د حکومت لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم شوې ده. په دې بودیجه کې زیاته پاملرنه پراختیایي بودیجې ته شوې، چې که چېرته د ۱۳۹۸ مالي کال له ملي بودیجې سره پرتله شي، د ۱۱ سلنې په خواوشا کې زیاتوالی ښيي. دا په داسي حال کې ده، چې په عادي بودیجه کې ۳ سلنه سپما شوې ده."
نوموړي زیاته کړه:" د ۱۳۹۹ مالي کال په بودیجه کې د حکومت لومړیتوبونه دفاع، خوندیتوب او عامه نظم، پوهنه، کلتور او دین، کور جوړونه او ټولنیز جوړښت دي، چې هر یوه یې په ترتیب ۲۴ سلنه، ۱۴ سلنه،۱۲ سلنه، ۸،۹ سلنه، او ۸،۷ سلنه ټولیزه ملي بودیجه ځانته اختصاص کړي ده. د پراختیایي بودیجې ستره برخه په څلورو سکټورونو (کور جوړونه او ټولنیز جوړښت، ټرانسپورټ او مخابرات، انرژي او کانونه، حکومتولۍ او عامه خدمتونو) ته ځانګړې شوې ده، چې په ترتیب سره له ۳۶،۴ میلیارده، ۲۵،۷ میلیارده، ۲۵،۴ میلیارده او ۱۳،۵ میلیارده زیاتې افغانۍ دي.
د مالیې وزارت سرپرست، د ولسي جرګې له استازو غوښتنه وکړه، چې د سترو پراختیایي پروژو پلي کولو او د دولت د تادیاتو د ورکړې لپاره ژرتر ژره د ملي بودیجې سند تصویب کړي.

خبر

د یادونې وړده، چې د ۱۳۹۹ مالي کال ټوله ملي بودیجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، له دې ډلې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده پراختیایي بودیجه (۶۳ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده یې غیر اختیاري) ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS