د کندهار ولایت د اقتصادي پراختیا ناسته

admin_mof
Sat, Dec 28 2019 8:49 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سترسلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د مرغومې میاشتې په ۴ مه نېټه چې د خصوصي سکټور استازو او اقتصاد عالي شورای غړي ښاغلي جلال الدین سعید، هم ګډون درلود، د کندهار ولایت د اقتصادي پراختیا په موخه ناسته په مالیه وزارت کې وشوه.
یاده ناسته چې د ۱۳۹۸ کال اقتصاد عالي شورای څوارلسمې ناستې له لارښوونو سره سم، ترسره شوه د کندهار ولایت په اقتصادي پراختیا کې د خصوصي سکټور په ژمنو، دې ولایت ته د پانګې جلبولو او په وړاندي یې د شته ستونزو په هواري، د نساجي شرکت بیا فعالولو،په سپین بولدک کې د وچ بندر او لوجستیکي مرکز جوړولو، د اقتصاد عالي شورای ته د پانګوالو له لوري د پانګونې د پروپوزلونو وړاندي کولو، د مالیې وزارت له لوري په کندهار ولایت کې د پانګوالو د ستونزو هوارولو، د افغانستان – ازبکستان د همکاریو چوکاټ مطابق د نساجي شرکت فعالولو په وړاندیز، د وچ بندر او لوجستیک مرکز جوړېدو لپاره د ګمرکونو لوی ریاست له شته امکاناتو ګټې اخیستو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر


د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان د هوایي ډګرونو د اقتصادي پراختیا کمېسېون دي، له بهرنیو سرتېرو تسلیم شوي هوایي ډګرونه د اقتصادي پراختیا لپاره وکاروي.دا چې یاد تاسیسات له موخې سره سم، دولت ته ونه سپارل شول او د هیواد په اوسني وضعیت کېد ورته زونونو جوړولو شرایط برابر نه دي، د یاد کمیسیون د سرنوشت په تړاو دي لازمې پرېکړې وشي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS