د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق مالي تمویل د مالیې وزارت سرپرست او د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال د خبرو محور

admin_mof
Wed, Jan 15 2020 3:06 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۲۴ مه نېټه د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال ښاغلي هارت ویګ شیفر، سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) په مالي تمویل، په چټکۍ سره د افغانستان له لوري د دریو کلونو لپاره د مشارکت چوکاټ او ملي پروګرام په پوره کولو، د راتلوونکو دریو کلونو لپاره د افغانستان حکومت په نویو لومړیتوبونو، د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په پسرلنیو ناستو کې د مشارکت چوکاټ او مالي پروګرام د مسودې په وړاندې کولو او د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق د رهبرۍ له لوري د یادې مسودې په تائید، د انساني پانګونې په پروژې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS