د مالیې وزارت سرپرست، جیبوټي هیواد کې د متوازنې او ټول شموله روزنې په درېیمه نړیواله ناسته کې ګډون وکړ

admin_mof
Wed, Jan 29 2020 11:18 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۷ مه نېټه په جیبوټي هیواد کې د متوازنې او ټول شموله روزنې په درېیمه نړیواله ناسته کې ګډون وکړ.

په دې ناسته کې چې د مختلفو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو، موخه یې د ملګرو ملتونو د پایداره موخو مطابق د غړو هیوادونو باکیفیته، ټول شموله، عادلانه او متوازنې روزنې ته لاسرسی دی.

په یاده ناسته کې د ټول شموله او برابرې روزنې، د ټولنیزې، بشري سرچینو پراختیا لپاره په پانګونه، په روزنیزو سیستمونو کې د مثبت بدلون راوستو او یو شمېر نورو اړوند مسایلو په تړاو خبري او فکري مبادله وشوه.

خبر

د یادونې وړده، چې د متوازنې او ټول شموله روزنې ناسته په جیبوټي کې د دریو ورځو لپاره ترسره کېږي او د ناستې په پایې کې به ګډونوال هیوادونه د متوازنې او ټول شموله روزنې نړیواله خبرپاڼه او مل پاڼه لاسلیک کړي. د اعلامیې له لاسلیک وروسته به ګډونوال هیوادونه د یوه کال په موده کې د خبرپاڼې مؤثریت و ارزوي او د ګټورتوب په صورت کې به د روزنې همکاریو سازمان (OEC) رسمي غړیتوب ومني.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS