د مالیې وزارت د تقاعد خزینې لوی ریاست د متقاعدینو حقونو د ورکړې په برخه کې د لا روڼتیا را منځته کولو په موخه د متقاعدینو بیا بایومټریک کولو پروسه پیلوي

admin_mof
Thu, Jan 30 2020 1:22 PM
خبر

د مالیې وزارت د تقاعد خزینې لوی رئیس ښاغلي عمر دراني، نن د سلواغې میاشتې په ۱۰ مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانس له لارې د متقاعدینو حقونو د ورکړې په برخه کې د لا روڼتیا را منځته کولو په موخه د متقاعدینو بیا بایومټریک کولو پروسې د پیل خبر ورکړ.
د متقاعدینو د بیا بایومټریک کولو څخه موخه د عصري او پرمختللې ټکنالوژۍ له لارې د متقاعدینو او د دوی ورثو پیژندنه، په دقیق ډول د دوی د هویت تثبیت، د متقاعدینو حقونو د ورکړې په سندونو کې د روڼتیا رامنځته کول او متقاعدینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په پروسه کې چټکوالی دی.
ښاغلي دراني د خبري کنفرانس په پیل کې د سلواغې میاشتې ۱۰ مه چې د متقاعدینو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د هیواد ټولو متقاعدینو ته مبارکي ورکړه او د متقاعدینو د بیا بایومټریک کولو پروسې د پیل، د تقاعدو خزینې ریاست د لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د تقاعدو خزینې لوی رئیس وویل: "د متقاعدینو حقونو د اجراء طرزالعمل له مخې ټول متقاعدین او ورثه یې مکلف دي چې هر درې کاله وروسته د تقاعدو خزینې ته ورشي او د هویت تثبیت وکړي، چې اوس مهال یې درې کاله پوره شوي دي او اړتیا ده چې د بایومټریک پروسه بیا پیل کړو. نوموړي زیاته کړه چې د بایومټریک اخیستلو او د تقاعدو سیستم د نوي کولو په موخه د مالیې وزارت او د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی."

خبر


ښاغلي عمر دراني وویل چې د متقاعدینو د بیا بایومټریک کولو پروسه دوه پړاونه لري چې لومړی پړاو به یې په پلازمېنه کابل کې د روان کال د کب میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او وروسته به بیا د هیواد ټولو ولایتونو ته وغځیږي. نوموړي د متقاعدینو حقونو د ورکړې شرط د پرمختللو سیستمونو او ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره بامټریک کول یاد کړل او له ټولو متقاعدینو څخه یې غوښتنه وکړه چې په ټاکل شوی موده په یادې پروسې کې کډون وکړي.
د تقاعد خزینې لوی رئیس د دې ریاست سترې لاسته راوړنې او راتلوونکي پلانونه هم له رسنیو سره شریک کړ.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS