د مالیې وزارت سرپرست د نړیوال بانک ښې حکومتولۍ له رئیس سره د پېژندګلوۍ ناسته وکړه

admin_mof
Tue, Feb 04 2020 1:59 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس په حضور کې د نړیوال بانک ښې حکومتولۍ له رئیس سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د نړیوال بانک ښې حکومتولۍ  رئیس وویل، چې نړیوال بانک هیوادونو ته د اسانتیاوو جوړېدو په طرحه کار کړی دی، څو دغه هیوادونه وکولی شي د خپلو پروګرامونو لپاره له معلوماتي ټکنالوژۍ ګټه واخلي او افغانستان هم کولی شي له دې نوښته ګټه پورته کړي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې موږ د ډیجیټل کېدو لپاره بشپړه ستراتېژي تر کار لاندې لرو او له ډیجیټلي پروژ یوه ستره یې د کاسا ۱۰۰۰ ډیجیټلي پروژه ده، چې خلکو ته خدمتونه، اسانتیاوې او روڼتیا رامنځته کوي او موږ د ډېرو چارو د ډیجیټلي کېدو غوښتونکي یو.

همدا شان دواړو لوریو په دې لیدنه کې په افغانستان کې د مسلکي محاسبینو او پلټونکو د ټولنې په جوړېدو او د هغوی د وړتیا په لوړېدو خبرې وکړې. دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې افغانستان د روڼتیا او کره او اغېزمنو راپورونو په موخه په مالي برخه کې مسلکي محاسبینو ته اړتیا لري.

خبر

د دې لیدنې په یوه بل اړخ کې دواړو لوریو د افغانستان پلټنې قانون په څرنګوالې خبرې وکړې. د نړیوال بانک ښې حکومتولۍ رئیس او د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې له نوي قانون سره سم دي د پلټنې اداره، یوه مسلکي، خپلواکه، غیر سیاسي اداره وي او د افغانستان اساسي قانون او نورو قوانینو په چوکاټ کې به له مالي او عملیاتي پلوه خپلواکه عمل وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS