د بدخشان ولایت برېښنا رسونې هوکړه لیک لاسلیک شو

admin_mof
Tue, Feb 18 2020 11:03 AM
خبر

 بدخشان ولایت برېښنا رسونې هوکړه لیک نن د سلواغې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د افغانستان برېښنا شرکت او اغاخان پراختیایي بنسټ ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پروژه په ټولیز ډول د ۹۱ میګاواټه برېښنا په تولید سره د ۶۳۱ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت ده چې د ۲۲۰ کیلو ولټه (KV) په ځانګړتیاوو د ۱۱۰ کیلو ولټه (KV) د برښنا لیږدولو خط وړتیا لري چې د ویش شبکه به یې په ټول بدخشان کې د برښنا انرژۍ تمدید کړي.
د دې هوکړه لیک لاسلیکولو په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي لوی ریاست سرپرست ښاغلي ډاکټر خالد ستانکزي، د بدخشان انرژۍ کمپنۍ، د اغاخان پراختیایي بنسټ سفیرې، د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک استازي او یو شمېر دولتي مسؤلینو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د دې پروژې د هوکړه لیک لاسلیکولو په تړاو وویل:" د عامه او خصوصي مشارکت او له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید خپلواکۍ له لارې د خصوصي برخې پانګونه د افغانستان حکومت له پالیسو او موخو ګڼل کېږي. د اغاخان پراختیایي بنسټ چې په دې برخه کې د سیمې په کچه له ښو تجربو برخمن دی، د بدخشان ولایت د برېښنا رسونې پروژه د ۶۳۱ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه مخته وړي او د دې ولایت اوسېدونکو ته به د برېښنا انرژي چمتو کړي. د دې پروژې قرارداد د ۳۰ کلونو مودې لپاره وړاندیز شوی ده او په بيلابیلو پړاوونو کې به پلي شي."

وموړي زیاته کړه:"د دې پروژې په پلي کېدو به؛ سره له دې چې د دې ولایت اوسېدونکي به د برېښنا له انرژۍ برخمن شي، د پروژې په بهیر کې به له ۲۰۰۰ زیاتو وګړو ته کاري فرصتونه رامنځته شي، د ژوند په چارو او د هیواد په ملي عوایدو به مثبت اغېز ولري."

خبر

اغاخان پراختیایي بنسټ سفیرې اغلې شهرزاده هیرجي وویل:" موږ غواړو د دې کم نظیره چوکاټ له لارې چې د افغانستان دولت له لوري جوړ شوی دی، د انرژۍ تولید، لېږد او وېشلو په ګډون په بدخشان ولایت کې د انرژۍ سیستم جوړولو په موخه د خصوصي سکټور ملاتړ وکړو."

خبر

 دې پروژې د قرارداد موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې ده، چې په مختلفو پړاوونو کې به پلي شي. د هر پړاو د پلي کولو لپاره یې اووه کاله په پام کې نیول شوي. د قرارداد په لومړۍ ربعه کې د بدخشان ولایت ۵۰ سلنه او په دویمه ربعه کې به د دې ولایت ټول وګړي له برېښنایي انرژۍ برخمن شي. د پانګونې په بڼه له لومړي پړاوه ترلاسه شوې ګټه به په دویم پړاو همدا شان په ټولو پړاوونو کې وکارول شي.
د یادونې وړده، چې د عامه او خصوصي مشارکت او له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید خپلواکۍ له لارې د خصوصي برخې پانګونه د افغانستان حکومت له پالیسو او موخو ګڼل کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS