د مالیې وزارت سرپرست د نورستان له والي سره وکتل
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د نورستان له والي سره په مالیې وزارت کې وکتل.
د دې لیدنې په لومړیو کې د نورستان والي یاد ولایت ته د مالیې وزارت سرپرست، له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او ویې ویل، چې د نورستان خلک اوس دا احساس کوي چې نورستان ولایت د حکومت د پاملرنې په سر کې راځي.
همدا شان دواړو لوریو د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د کابل بانک څانګې په جوړولو څو دولتي کارکوونکي معاشونه په وخت ترلاسه کړي او د ولایت مقام او میلمستون نوې جوړې شوې ودانیو ته د توکو او تجهیزاتو پېرلو په تړاو خبرې وکړې
په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست کابل بانک ته لارښوونه وکړه، چې سر له سبا دي په نورستان ولایت کې د بانک د څانګې پرانیستو لپاره ګام پورته کړي او د کابل بانک مسؤلینو یې له پلي کولو ډاډ ورکړ.
همدا شان د مالیې وزارت سرپرست، د نورستان ولایت مقام او میلمستون ودانیو ته د نویو توکو او تجهیزاتو په تړاو وویل، چې مالیې وزارت به مالي امکاناتو ته په کتو له هغوی سره اړینه همکاري وکړي.
