اسیا پراختیایي بانک په سرحدي ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا چمتو کولو په برخه کې ۱۰ میلیون ډالره مرسته کوي
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو، سره په مالیي وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د افغانستان برېښنا شرکت استازي هم ګډون درلود، دواړو لوریو په پراختیایې پروژو کې د پرمختګ تر څنګ د هرات ولایت له شینډنډ ولسوالۍ څخه فراه ولایت ته د برېښنا په ورکولو، د برېښنا له ملي شبکې سره د غور ولایت په نښلېدو او د اسیا پراختیایي بانک له لوري په سرحدي ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا چمتو کولو په برخه کې د اسیا پراختیایې بانک د نویو ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په مرستې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست، د افغانستان برېښنا شرکت ته لار ښوونه وکړه، څو د جلالتماب ولسمشر له حکم سره سم د برېښنا له ملي شبکې سره د غور ولایت نښلېدو او له شینډنډ څخه فراه ولایت ته د برېښنا لېږد بهیر ګړندی کړي.
په پای کې ټولو اړخونو ټینګار وکړ، چې د برېښنا پروژو په پلي کولو کې باید ټولې اړوندې ادارې چټک ګامونه پورته کړي او په دې پروژو کې هیڅ ډول ځنډ به د منلو نه وي.
د یادونې وړ ده، چې د اسیا پراختیایي بانک په کلنۍ ناسته کې پرېکړه شوې وه، هغه پروژې چې د نوموړې بانک له لوري تموېلېږي، هر کال یې چارې و ارزول شي او دا ناسته هم په همدې موخه ترسره وه.
