د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار سره په اړوند موضوعاتو یې خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د وري میاشتې په ۲۶ مه نېټه په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلی کبیر عیسی خېل سره په اړوندو موضوعاتو یې خبرې ورسره وکړې.
ښاغلي عیسی خېل، د مالیې وزارت نوماند وزیر ته د مبارکۍ ترڅنګ، خپلې کړنې روښانه کړې او ویې ویل، چې دی ولسمشر ته د نړیوالو حقوقي کنوانسینونو په برخه کې سلا مشورې ورکوي. هغه وویل، چې افغانستان دي نړیوالو کنوانسینونو، قراردادونو او موافقتنامو ته چې دوه، درې او یا څو اړخیزه دي کتنه وکړي او همدا شان د مالیاتو او ګمرګونو په برخه کې چې کومې هوکړې لاسلیک شوې دي د اقتصادي او قانوني هر اړخیزو ګټو او زیانونو ته په کتو سره باید وارزول شي
د مالیې وزارت سرپرست، له نوموړي مننه وکړه او وې ویل، چې موږ په ډېری کنوانسینونو کې له سېمې هیوادونو سره غړیتوب لرو او نورو زیاتو ته اړتیا لرو، چې غړیتوب یې واخلو همدا رنګه له ګاونډیو هیوادونو سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه قراردادونه لرو، چې هر کنوانسیون او قرارداد باید په غور سره وکتل شي او موږ به په دې تړاو د حکومت له پرېکړې سره سم وروستی ګام پورته کړو
