مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس سره د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د یاد بانک د لا نورو مرستو په څرنګوالي خبرې وکړې

admin_mof
Tue, Apr 21 2020 8:01 PM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن غویې میاشتې په ۲ مه نېټه د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي هنري کرالي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په پیل کې دواړو د افغانستان جلالتماب ولسمشر او د نړیوال بانک د مرستیال تر منځ په وروستیو خبرو چې په دې خبرو کې د افغانستان ولسمشر له یاد بانک څخه غوښتنه کړې وه څو په اوسني وخت کې د هیواد له بیوزلو سره مرسته وکړي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د یادې مسئلې لپاره به مالیې وزارت نړیوال بانک ته د ولسمشرۍ عالي مقام لومړي معاونیت سره ناسته جوړه کړي څو په دې ناسته کې د مرستو په څرنګوالي هر اړخیزې خبرې وشي.
همداشان په دې خبرو کې له افغانستان سره د نړیوال بانک له لوري د ۱۰۰.۴ میلیونه امریکایې ډالرو د شوې مرستې په تدارکاتي او خدماتي مسائلو خبرې وشوې ټینګار وشو چې د عامې روغتیا وزارت او نړیوال بانک دې په یادو مسائلو خبرې وکړي څو یوې هوکړې ته ورسیږي.

خبر

د دې تر څنګ دواړو لوریو د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د نړیوال بانک د روانو او نویو پروژو څخه د بودیجې په تعدیلاتو هم بحث وکړ.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس وویل چې موږ چمتو یو څو د نویو او روانو پروژو یوه برخه بودیجه کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړو. پریکړه وشوه څو د افغانستان حکومت او نړیوال بانک له لوري هغه پروژې چې بودیجه یې تعدیلیږي مشخصې شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS