د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیایې بانک له رئیس سره د پیژنې لیدنه وکړه

admin_mof
Wed, May 06 2020 11:52 AM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غويي میاشتې په ۱۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیا بانک له رئیس ښاغلي نرندار سنګرو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د پیژندنې لیدنه وکړه.
په پیل کې د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیا بانک رئیس په افغانستان کې د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د مالیې وزارت سرپرست سره معلومات شریک کړل. نوموړي زیاته چې افغانستان د اسیایې پراختیا بانک له لویو مرسته اخیستونکو څخه دی او موږ له دې هیواد سره د مرستو دوام ته ژمن یو. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې د افغانستان او د اسیایې پراختیا بانک تر منځ ښه همکاري او همغږۍ را منځته شوی. ښاغلي سنګرو وویل چې د اسیایې پراختیا بانک مرستې په افغانستان کې په دریو مهمو برخو( انرژي، ترانسپورټ، کرنې او طبیعي سرچینې) کې لګول کیږي. نوموړي زیاته کړه چې له ۲۰۰۲ کال نه تر ۲۰۲۰ کال پورې د اسیایې پراختیا بانک له افغانستان سره ۵.۶ میلیارده ډالرو د مرستو ژمنه کړې او اوس مهال بانک ۱.۱۵ میلیارده ډالر د ترانسپورټ، ۱.۰۱ میلیارده ډالر د کرنې او طبیعي سرچینو په برخو کې د افغانستان لپاره ځانګړی کړي دي. د اسیایې پراختیا بانک وویل چې خپلو پروژو بسته مو بیا کتلې څو له افغانستان سره په همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.
د مالیې وزارت سرپرست د اسیایې پراختیا بانک له رئیس څخه مننه وکړه چې خپلې مرستې د افغانستان ملي بودیجې له لارې لګوي او همداشان د دې بانک مرستې د افغانستان پراختیایې لومړیتوبونو په اساس دي. ښاغلي ارغندیوال وویل چې په تېرو اوونیو کې مې له هغو دولتي ادارو سره لیدلي چې پروژې یې د اسیایې پراختیا بانک له لوري تمویلیږي او د دغو پروژو لست مو چمتو او ولسمشرۍ عالي مقام ته مو استولی دی.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې موږ هم د اسیایې پراختیا بانک د پروژو د بیا کتنې غوښتونکي یو څو له اوسنیو شرایطو سره سم له تخصیص شویو مالي سرچینو څخه په اغیزمنه توګه ولګول شي. د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه چې د مالیې وزارت تخنیکي ټیم د مرستیالانو او رئیسانو په کچه د اسیایې پراختیا بانک سره همکاري کوي څو د یاد بانک مرستې په اغیزمنه او ښه توګه ولګول شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS