د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د اغاخان پراختیایې بنسټ د همکاریو په اړه د د یاد بنسټ له سفیر سره د مالیې وزارت مشورتي ناسته

admin_mof
Wed, May 06 2020 12:04 PM
خبر

د اغاخان پراختیایې بنسټ سره د مالیې وزارت مشورتي ناسته نن د غويي میاشتې په ۱۶ مه نېټه د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیالې اغلی ناهید سرابي او د د اغاخان پراختیاېې بنسټ سفیرې اغلی شهرزاده هیرجي په ګډه مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونو شتون درلود، د اغاخان پراختیایې بنسټ په ترتیب شوي پلان او د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د یاد بنسټ په بشري مرستو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

مالیې وزارت د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت سره د مرستې لپاره د اغاخان پراختیایې بنسټ د ترتیب شوي پلان په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او یاد بنسټ ژمنه وکړه چې د مالیې وزارت د نظرونو او وړاندیزونو له مخې به د خپل پلان په پراختیا کار وکړي او پایله به یې په بله ناسته کې د افغانستان له حکومت سره شریکه کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS