د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د افغانستان حکومت لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالر تشویقي بسته منظوره کړه

admin_mof
Sun, May 10 2020 11:08 AM

د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د غویي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د افغانستان حکومت لپاره ۴۰۰ میلیونه امریکایې ډالر تشویقي بسته منطوره کړه.
یاده مرسته د هغې درې کلنې تشویقي بستې برخه ده چې د منظور شویو پیسو څخه ۱۶۰ میلیونه ډالر یې د نړیوالې پراختیا موسسې (IDA) له لوري او ۲۴۰ میلیونه ډالر یې د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لوري چې د نړیوا‍ل بانک له لوري مدیریت کیږي، تر سره کیږي.
د دې مرستې اصلي تمرکز په ښه حکومتولۍ، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او اقتصادي وده ده، د دې مرستې په اساس هر کال د حکومت او نړیوال بانک تر منځ مشخص شاخصونه تر بحث لاندې نیول کیږي او له مخې یې یادې پیسې په اختیاري ډول د افغانستان حکومت بودیجي ته ورکول کیږي.
دا چې افغانستان د کرونا ویروس د خپریدو او اوسني ستونزمن حالت سره مخ دی نړیوال بانک یاده مرسته له ټاکل شوی مودې څخه مخکې منظوره کړه همداشان افغانستان توانیدلی چې یو شمېر شاخصونه تکمیل کړي په همدې اساس حکومت کولی شي د ۴۰۰ میلیونه منظور شویو پیسو څخه تر راتلوونکو دو اوونیو پورې ۲۰۰ میلیونه ډالر تر لاسه کړي.
د یادوې وړ ده چې یاده مرسته د افغانستان په ملي بودیجه کې شامله ده چې هر کال د تصویب لپاره پارلمان ته لیږل کیږي او د نړیوال بانک د وړیا مرستو یو برخه ده چې د افغانستان حکومت د اصلاحاتو او ریفورمونو پلي کیدو پر وړاندې تر سره کیږي.
 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS