کرونا ویروس سره مبارزې لپاره د یو شمېر پروژو د وجوې تعدیل په اړه له سکټوري ادارو سره د مالیې وزارت مشورتي ناسته

admin_mof
Sat, May 16 2020 3:48 PM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غویي میاشتې په ۲۷ مه نېټه د هغو سکټوري ادارو له مسؤلینو سره چې پروژې یې د نړیوال بانک له تمویلیږي مشورتي ناسته وکړه او له هغوی سره یې د یو شمېر پروژو په تعدیل او پیسې یې کرونا ویروس سره مبارزې ته ځانګړې کولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست د سکټوري ادارو د یو شمېر پروژو د تعدیلاتو چې پیسې به یې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړي شي، معلومات وړاندې کړل. د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د کرونا ویروس خپریدو له امله هیواد په اضطراري حالت کې دی حکومت کرونا ویروس سره د مبارزې او د دې ویروس له امله رامنځته شوي اقتصادي وضعیت ته د رسیدنې په موخه غواړي هغه یو شمېر پروژې چې د نړیوال بانک له لوري تمویلیږي د سکټوري ادارو او نړیوال بانک سره په مشورې تعدیلات په کې راولي چې د نن ورځي ناستې موخه له اړوندو ادارو سره په مشورې او همغږۍ د تعدیلاتو نهایې کول دي. نوموړي زیاته کړه چې مالیې وزارت د دې پروژو له نهایې کولو وروسته، اړوند لیسونه د نظر غوښتنې او منظورۍ لپاره ولسمشرۍ عالي مقام ته استوي چې د یاد مقام له منظورۍ وروسته به نړیوال بانک ته وړاندې شي.

خبر

په دې ناسته کې د سکټوري ادارو مسؤلینو خپل نظرونه او وړاندېزونه شریک کړل او د یو شمېر پروژو په وجوه کې یې له تعدیلاتو سره موافقه وښوه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل هغه پروژې ټاکل شوی تعدیلات په کې راوستل شي راتلوونکی کال به بیرته د نړیوال بانک له لوري تمویل شي مګر دا چې د بېلابیلو ستونزو له امله حذف شي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS