د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلاتو په اړه د ولسي جرګې عمومي ناستې ته معلومات ورکړل

admin_mof
Thu, Jun 11 2020 8:25 AM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د ولسي په عمومي ناسته کې ګډون وکړ او د ملت استازو ته یې د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجوي تعدیلاتو او د کرونا ویروس پر وړاندې د حکومت مالي اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې افغانستان له هغو هیوادونو څخه دی چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله زیانمن شوی چې د مرزي بندرونو تړل، د لویو ښارونو قرنطین کول او په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو کمېدل د دې سبب شوي چې له یوې خوا خصوصي سکټور زیانمن شي او له بلې خوا یې د هیواد په ملي عوایدو منفي اغیزه کړې. نوموړي زیاته کړه چې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې په سند کې د ملي عوایدو لپاره ۲۰۸.۹ میلیارده افغانۍ دهدف وړاندوینه شوې وه چې په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدو له امله اوس مهال وړاندوینه کیږي چې د روان مالي کال تر پایه به ۱۵۳.۴ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شي چې له ټاکل شوي هدف څخه ۵۵.۵ میلیارده افغانۍ یا ۲۶.۵ سلنه کموالی ښیې.

ښاغلي ارغندیوال وویل چې د ملي عوایدو په راټولیدو کې د کموالي له وړاندوینې سره سره مالیې وزارت هڅه کړې څو نوې عایداتي سرچینې پیدا کړي په همدې اساس ټاکل شوی ده په روان مالي کال کې ۲۲.۴ میلیارده افغانۍ د نویو عایداتي سرچینو څخه په ملي عوایدو زیاتې شي.

د مالیې وزارت سرپرست په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ته وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره نړیوالو شریکانو هم له حکومت نوی مالي ژمنې کړي دي او ټاکل شوې ده چې ۳۰.۳ میلیارده افغانۍ د ملي بودیجې له لارې د افغانستان له حکومت سره مرسته وشي چې له دې جملې څخه ۱۵.۴ میلیارده افغانۍ یې اختیاري او ۱۴.۹ میلیارده یې غیر اختیاري دي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د کرونا ویروس سره د مبارزې او زیانمنو ته د رسیدنې لپاره مالیې وزارت په ملي بودیجه یو لړ تعدیلات راوستل چې د کابینې له تائید وروسته ملي شورا ته وړاندې شوي. نوموړي وویل چې په ټوله کې ۲۶ میلیارده افغانۍ د بودیجې په سقف کې تزئید را منځته شوی چې له دې پیسو څخه د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۳.۵ میلیارده افغانۍ به عامې روغتیا وزارت ته ورکړل شي همداشان ۴ میلیارده افغانۍ د کار موندنې پروګرام لپاره، ۸ میلیارده افغانۍ په هیواد کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروګرام لپاره، ۲،۸ میلیارده افغانۍ په مرکز او ولایتونو کې زیانمن شویو ته د وچې ډوډۍ ویش لپاره، ۱.۷ میلیارده افغانۍ د رادار نوی پروژې او په جوزجان ولایت کې د دو څاګانو د پراختیا لپاره ځانګړې شوې دي.

ښاغلي ارغندیوال وویل چې د کرونا لپاره د مالي بستې ښه مدیریت او نورو لومړیتوبونو لپاره په بودیجه کې یو لړ تنقیصات راغلي چې په ټوله کې ۵.۱ میلیارده افغانۍ کیږي چې ۳.۲ میلیارده افغانۍ په عادي او ۱.۹ میلیارده افغانۍ په پراختیایې بودیجې کې رامنځته شوي دي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې په دې تعدیلاتو کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون ټول اصلاحي نظریات په پام کې نیول شوي دي نوموړي د خلکو له استازو څخه غوښتنه وکړه چې روان بیړني حالت ته په کتو سره دې یاد تعدیلات ژر تر ژره تصویب کړي څو حکومت وکولی شي اوسنیو ستونزو ته په سمه توګه رسیدنه وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS