د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې له رئیس سره د پیژندنې ناسته وکړه

admin_mof
Sun, Jul 05 2020 8:31 AM
خبر

د مالیې وزارت وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۴ مه نېټه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې له رئیس ښاغلي عبدالله الدرداري سره د ویډیو کنفرانس له لارې د پیژندنې ناسته وکړه.

په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې رئیس ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت تصدۍ سپارلو مبارکي وکړه او همداشان یې د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جلالتماب ولسمشر فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر په مړینه یې خواشیني وښوده. په دې لیدنه کې نوموړي د مالیې وزارت سرپرست ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایې ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې یاده اداره اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د ټیسټونو چمتو کولو او همداشان د افغانستان ملي پولیسو په لیکو کې د یادې ناروغې له خپریدو څخه د مخنیوي په برخه کې له عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو سره کار کوي. نوموړي زیاته کړه چې موږ په افغانستان کې په یوې سروې کار پیل کړې څو وکولی شو په دې هیواد کې د کرونا ویروس خپریدو اقتصادي منفي اغیزې روښانه کړو او پایلې به یې د افغانستان له حکومت سره هم شریکې کړو.

د مالیې وزارت سرپرست له نوموړي څخه د مننې تر څنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې مرستې اغیزمنې یادې کړې او هیله وښوده چې د یادې ادارې د مرستو لا اغیزمنتیا او کاري نوعیت لپاره دې زموږ سره د یادې ادارې اساسي سندونه ژر تر ژره شریک شي.

پریکړه وشوه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې د سروې او له مالیې وزارت سره د یادې ادارې کاري نوعیت معلومولو په موخه د سندونو شریکولو لپاره د دواړو لوریو څخه دې تخنیکي ټیمونه وټاکل شي.

خبر

همداشان په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې رئیس وویل چې موږ په لسو داسې پروګرامونو کار پیل کړی چې څنګه کیدلی شي د افغانستان جګړه ایز اقتصاد په سوله ایز اقتصاد بدل شي نوموړي وویل چې موږ چمتو یو څو په دې اړه د افغانستان له حکومت سره ټول اړوند سندونه شریک کړو. نوموړي د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس لپاره چې ټاکل شوی ده د روان میلادي کال په پای کې جوړ شي، د هر ډول همکارۍ چمتو والی وښود او ډاډ یې وکړ چې د افغانستان لومړیتوبونو ته په کتو سره به خپلو مرستو ته دوام وکړو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS