د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د برښنا په چارو کې د ایران د نیرو (انرژۍ) د وزیر له مرستیال سره د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو په لا پراخېدو خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د تلې میاشتې په ۱ نېټه د برښنا په چارو کې د ایران د نیرو (انرژۍ) د وزیر له مرستیال ښاغلي همایون حائري او له ده سره د مل پلاوي په حضور کې په مالیې وزارت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په لا پراخېدو او ټینګېدو، د افغانستان او ایران ګډ بین الحکومتي کمېسیون پنځمې ناستې په جوړېدو، د انرژۍ په برخه کې دوه اړخیزه همکاریو او یو شمېر اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې مالیې وزارت د یاد کمېسیون د پنځمې ناستې جوړېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري او له ټولو وزارتونو او اړوندو ادارو د یاد کمېسیون د پروتوکول مسودې د ترتیبولو لپاره کتبي نظر غوښتی چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ او د ایران لوري ته به وسپارل شي.
په دې ناسته کې ښاغلي حائري، هم د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریز ګډ کمېسیون پنځمې ناستې ترسره کېدو لپاره د هغه هیواد د چمتووالې خبره وکړه او د دوه اړخیزه اړیکو په پراخېدو یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړده، چې د ایران او افغانستان ترمنځ بین الحکومتي ګډ کمېسیون پنځمه ناسته به د روان کال لړم میاشتې په لومړیو کې په کابل کې ترسره شي.
