د نړیوال بانک کلنۍ ناستو په حاشیه کې د خوړو خوندیتوب په ګردي مېز کې د ماليې وزارت سرپرست ګډون

admin_mof
Sun, Oct 11 2020 9:44 AM
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د نړیوال بانک کلنۍ ناستو په حاشیه کې د خوړو خوندیتوب په ګردي مېز کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

په دې ناسته کې چې د نړیوال بانک مرستیال او د غړو هیوادونو د ماليې وزیرانو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت سرپرست په دې هیواد کې د کرونا ویروس له کبله په اقتصاد او ټولنیزو چارو د منفي اغېز او خوړو په خوندیتوب خبرې وکړې.

نوموړي وویل، چې د کرونا ناروغۍ (کوویډ-۱۹) د ټولو هیوادونو په هره سیمه کې پرته له دې چې اقتصادي او ټولنیز شرایط په پام کې ونیسي سترې روغتیایي، ټولنیزې او اقتصادي منفي اغېزې رامنځته کړي. افغانستان هم د نورو زياتو هیوادونو په څېر د دې ناروغۍ او خوړو خوندیتوب تر منفي اغېز لاندي راغلی. نوموړي زیاته کړه، پاملرنه مو وي چې د دې ټولو ستونزو سره سره، د افغانستان جغرافیایي وضعیت د بررسۍ له مخې، ځمکې، د کرنې په سکټور کې کاري ځواک او اقتصاد کې یې ونډه په دې هیواد کې د کرنې سکټور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د پام وړ فرصتونه لري.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، د دې ګردي مېز په پای کې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب زیاتولو په برخه کې د خصوصي سکټور د مالي تامین په اهمیت او ګټو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د عامه سکټور بودیجه نه شي کولی په یوازي ځان د کرونا منفي اغېز پراختیایي ستونزو ته ځواب ویونکي وي، له همدې کبله موږ ژمن یو څو د خصوصي سکټور د ودې لپاره لازم او مناسب اصلاحات رامنځته کړو او د کرنې سکټور په برخه کې د خصوصي سکټور بودیجه راجذب کړو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS