د ۱۴۰۰ مالي کالي ملي بودیجې استماعیه ناستو دوام

admin_mof
Tue, Oct 20 2020 2:02 PM
خبر

د استماعیه ناستو په دوام، د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۲۸ مه نېټه له بېلابیلو دولتي ادارو سره استماعیه ناستې وشوې.

په دغو ناستو کې چې د مدني ټولنو استازو هم حضور درلود، د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو همداشان د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو خپلواک کمېسیون، د پلازمېنې زون پراختیا خپلواکې ادارې، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او د علومو اکاډمۍ ناستې ته خپلې بودیجوي اړتیاوې وړاندې کړې، چې د بودیجې د کمېټې له لوري پرې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل، چې دولتي ادارې باید د بودیجوي اړتیاوو وړاندې کولو پرمهال د روڼتیا اصل، په غیر اړینو لګښتونو کې سپما، د خلکو ستونزو ته رسېدل او د حکومت پراختیایي لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

خبر

د یادونې وړده، چې په استماعیه ناستو کې دولتي ادارې خپلې بودیجوي اړتیاوې وړاندي کوي او د بودیجې کمېټه یې د مالي امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې د ملي بودیجې په طرحه کې شاملوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS