د ګمرکي سند نه لرونکو – یو کیلي وسایطو مالکینو لپاره د الکترونیکي تذکرې د ورکړې په برخه کې اسانتیا رامنځته کول
د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې له مالیې وزرات او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د ګمرکي سند نه لرونکو – یو کیلي وسایطو مالکینو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو او د پروسې چټکتیا په موخه په کابل ښار کې د الکترونیکي تذکرې د ویش یو ځانګړی مرکز د لړم میاشتې په ۱۵ نېټه جوړ کړل.
یاد مرکز چې د کابل ښار په ۹مه ناحیه، سرک نو، صنعتي پارکونه د بګرام سرک نو نه تیر شوي سېمه کې موقعیت لري متقاضیان کولی شي په ۲۴ ساعته ډول د nid.nsia.gov.af ویب سایټ له لارې د الکترونیکي تذکرې غوښتنه د کابل ښار د ۹مې ناحیې د الکترونیکي تذکرو د ویش مرکز په ټاکلو سره په انلاین ډول واستوي.
د احصائیې او معلوماتو ملي اداره د غوښتنې له تر لاسه کولو سره، د متقاضیانو د هویت تثبیت پروسه پیلوي؛ وروسته د بایومتریک معلوماتو د ثبت او نورو طی مراحلو په موخه نېټه او وخت تنظیموي او دوی ته اطلاع ورکوي.
همداشان د ګمرکي سند نه لرونکو – یو کیلي وسایطو مالکین او نور اړوند اشخاص کولی شي خپلې فورمې د یاد مرکز تر څنګ د هیواد په کچه د الکترونيکي تذکرو د ویش نورو مرکزو کې هم طی مراحل کړي او الکترونیکي تذکره تر لاسه کړي.
