مجیب الرحمن شیرزاد، د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه وټاکل شو

admin_mof
Mon, Dec 21 2020 2:43 PM
حبر

ښاغلی مجیب الرحمن شېرزاد، چې په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی، نن د مرغومې میاشتې په لومړۍ نېټه د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال له لوري د دې وزارت کار کوونکو ته ور وپېژندل شو.

د مالیې وزارت د نوي ټاکل شوي معین د پېژندنې په مراسمو کې د دې وزارت معینانو، رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

د مالیې وزیر، نوي ټاکل شوي معین ته د مبارکۍ او د مخکني معین ښاغلي عیسی قدرت، له کړنو د مننې ترڅنګ وویل:" زه هیله لرم چې د عوایدو او ګمرکونو نوی معین به خپله دنده په پوره صداقت او ریښتینولۍ مخته یوسي. زه د نوموړي ګمارنه د اصلاحاتو پلي کولو په برخه کې یو نېک ګام بولم او هیله مند یم چې د ملت له بیت المال څخه چې د مالیې وزارت له اساسي دندو شمېرل کېږي، په پوره ایماندارۍ ساتنه وکړي."

نوموړي زیاته کړه، چې د مالیې وزارت موخه په تدریجي ډول مالي ځان بسیاینې ته رسېدل دي او موږ د اصلاحاتو پلي کولو او له فساد سره مبارزې کولو ته ژمن یو. ده زیاته کړه، چې د مالیې وزارت ټول ټیم به له نوي ټاکل شوي معین سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د عوایدو او ګمرکونو نوي معین ښاغلي شېرزاد، د مالیې وزیر او جلالتماب ولسمشر، له بارو څخه په مننې وویل، چې ما له کلونو راهیسي له مالیې وزارت سره کار کړی او خوښ یم چې نن ورځ یو ځل بیا له دې لارې د هیوادوالو د چوپړ ویاړ راپه برخه شو. نوموړي زیاته کړه، چې په را سپارل شویو چارو کې به ضوابط په راوبطو غوره وبولم او اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو په لاره کې به د عوایدي سرچینو په برخه کې اساسي اصلاحات پلي کړم.

په پای کې د عوایدو او ګمرکونو نوی معین د مالیې وزارت د مشرتابه او ټولو کارکوونکو د هر راز همکارۍ او ملاتړ غوښتونکی شو.

خبر

د یادونې وړده، چې ښاغلی شېرزاد، د پراختیایي لارو چارو او پالیسۍ په څانګو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او په ملي او نړیوالو ادارو کې له غوره کاري تجربو برخمن دی.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS